افغانستان

طالبانو په زابل کې ۱۲ تنه په عام محضر کې په درو ووهل

عکس له آرشیف

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په زابل ولایت کې یې ۱۲ تنه د نامشروع اړیکو، د یوې ښځې د تېښتې، د یوه سړي د وژلو د هڅې او د غلا په ګډون په بېلابېلو تورونو په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په درو ووهل.

د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان له ۲۰ تر ۳۹ ځله په درو وهل شوي او اته تنه یې له یوه تر شپږ کاله بند محکوم شوي دي.

طالبانو ویلي چې د محاکمې په مراسمو کې د دوی د محاکمو رئیس، د زابل د والي د دفتر رئیس، د علماوو شورا غړو، د طالبانو د امنیه قومندان او نورو چارواکو او د دغه ولایت اوسېدونکو ګډون کړی و.

د نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو د ډلو له نیوکو سره سره، طالبانو د جسمي مجازاتو په ځانګړې توګه په عام محضر کې په درو وهلو ته دوام ورکړی دی. په وروستۍ پېښه کې طالبانو د یکشنبې په ورځ په کابل کې یو سړی په عام محضر کې په درو وواهه.

د آمو ټلویزیون د راټولو شویو شمېرو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو سترې محکمې ۳۷ کسان سنګسار کړي او ۱۷۶ کسان یې په بېلابېلو تورونو محاکمه کړي دي.

دغه شمېرې دا هم ښيي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د ۱۰۶ ښځو په ګډون شاوخوا ۶۰۰ کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.