سویلي آسیا

په پاکستان  کې د وسله والو په بریدونو کې ۳۹ کسان ووژل شول

پاکستاني چارواکو نن (دوشنبه،د وږي ۵ مه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد کې په بلوچستان ایالت کې  وسله والو د پولیسو پر مرکزونو، د اورګاډي پر لیکو او پر لویو لارو بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۳۹ تنه وژل شوي دي.

دا بریدونه په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د وسله والو له خوا تر ټولو پراخ بریدونه دي.

د رویټرز د راپور له مخې پاکستاني چارواکو ویلي چې وسله والو د دغه ایالت پر لویو لارو یو مسافر وړونکی بس او بار وړونکي موټر په نښه کړي چې په پایله کې یې ۱۰ موټرونو ته اور ورته کړی دی.

د دغه ايالت د پولیسو مشر ایوب اڅکزي رویټرز ته وویل،«د یکشنبې په شپه وسله والو کسانو د پاکستان په تر ټولو لوی ايالت بلوچستان کې یوه لویه لاره بنده کړه، مسافر یې له موټرونو وویستل او د شناختي کارډونو له کتلو وروسته یې په ډزو وویشتل.»

د بلوچ آزادي غوښتونکو سرتېرو د وسله والې ډلې په يوه خبرپاڼه کې په یوه لویه پوځي اډه د برید په ګډون د نورو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی. که څه هم پاکستاني چارواکو تر اوسه دا خبره نه ده تایید کړې.