افغانستان

طالبان: په یوه کال کې د افغانستان له فضاء  ۴۰ زره الوتنې تېرې شوي

د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، تېر کال د افغانستان له فضا ٤٠زره ١٦  الوتنې تېرې شوې، چې په اوسط ډول د ورځې ۱۱۱ الوتنې کېږي.

دغه وزارت په کابل کې په یوه غونډه کې د آريانا دولتي هوايي شرکت او نورو کورنیو او نړیوالو هوايي شرکتونو ته د خدمتونو وړاندې کول د کال یوه بله لاسته راوړنه وبلله.

دا په داسې حال کې ده، چې رویټرز وړاندې راپور ورکړی و، چې په اوکراین کې د جګړې او په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو له امله یو شمېر نړیوال هوايي شرکتونه اړ شوي چې د افغانستان له فضا څخه د ترانزیتي الوتنو لپاره کار واخلي او د روسیې او اوکراین د جګړې چاپېریال د منځني ختیځ کې د اسراییلو او ایراني نيابتي ډلو ترمنځ د بریدونو او ډزو د زياتوالي له امله د افغانستان فضاء خوندي وګڼي.

رویټرز د راپور پربنسټ، برېټانیا ایروېز، لوفتهانزا او دسینګاپور هوايي شرکت په منځني ختیځ کې د جګړې په پام کې نیولو سره د نسبتا خوندي انتخاب په توګه د افغانستان له فضا څخه کار اخیستی دی.

خو د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورټ وزارت وايي، تېر کال په ۱۲ زره ۵۰۳ پروازونو کې ۱ میلیون ۸۹۷ زره ۲۷۳ مسافر د هېواد له هوايي ډګرونو تګ راتګ کړى دى، چې له دې ډلې ۷۷۴ زره ۷۰۰ کسان هېواد ته داخل شوي او یو میلیون او ۱۲۲ زره ۵۸۳ نورو یې بهر ته سفرونه کړي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له افغانستانه ۵۴۷زره ٣٨ باروړونکي موټرونه د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، ایران او پاکستان ته او دغه راز له ګاونډیو هېوادونو او سیمې څخه ۴۳۴زره۷۰۹ نورو موټرونو  افغانستان ته تګ راتګ کړى دى.

درې کاله وړاندې د پخواني نظام له نسکورېدو او د طالبانو واک له رسېدو وروسته د څو میاشتو لپاره د افغانستان د هوايي ترافيکو جوړښت او خدمات بند شوي وو او له همدې امله هوايي شرکتونو د افغانستان له هوايي حریم خپلې الوتنې وځنډولې.

رويټرز وايي، که څه هم تر اوسه دغه خدمتونه نه دي پیل شوي، خو هوايي شرکتونه په دې باور دي، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ هوايي حریم د افغانستان له فضا څخه ډېر خطرناک دي.