طالبانو د دوشي – بامیان او خاواک لارې د افغانانو لپاره د سالنګ د لویې لارې د بدیل په توګه معرفي کړې دي.
د بغلان لپاره د طالبانو امنیه قومندان وايي، د سالنګ لویه لار تر خلاصېدو پورې بار وړونکو موټرونه له دغه لارې تګ راتګ کولی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د وږي په لومړۍ نېټه د سالنګ لویه لار د بار وړونکو موټرو پر مخ وتړله.
طالبانو ویلي، چې ددې لارې له تړلو څخه يې موخه د دغه لویې لارې ترمیم او رغول دي.
د طالبانو تر واک لاندې د ټولګټو وزارت له دې وړاندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د سالنګ پر لویه لار یې د تیز رفتار موټرو لپاره فرعي بدیل سړک جوړ کړی او چلوونکي او مسافر کولای شي په دې لویه لاره ۲۴ ساعته تګ راتګ وکړي.
د يادولو وړ ده، چې د سالنګ لویه لار ٩ شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له کابل او نورو ولایتونو سره نښلوي.
دا په دوو کلونو کې دویم ځل دی چې طالبان دغه لویه لار د ترافیکو او اوس د ترمیم او بیارغونې په موخه د بار وړونکو موټرو پر مخ تړي.