افغانستان

 د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې تر یو میلیون ډېر ماشومان او مېندې له مرستو بې برخې دي

تصویر از آرشیف.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې تر یو میلیون ډېر ماشومان او مېندې د دغه سازمان له مرستو بې برخې دي.

 دغه سازمان پر اېکس ویلي چې له مرستو څخه د دغو مېندو او ماشومانو د بې برخې کېدو لامل د بودیجې نشتوالی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، چې په افغانستان کې د بودیجې کمښت او د مرستو کموالی په دغه هېواد کې پر ښځو تر ټولو ډېر اغېز لري.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه سازمان مخکې ویلي وو، چې د تېر کال په همدې موده کې د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام له خوا د هغو ښځو د شمېر له ډلې څخه د بودیجې د کمښت له امله به ۶۰۰ زره امیندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې مرستې ترلاسه نه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې د «تغذيې د نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه راپور کې ویلي وو چې په هېواد کې ۳ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

دغه سازمان وايي، په افغانستان کې د خوارځواکي ماشومانو شمېر د تېر کال د مرستو له کمېدو وروسته ډېر شوی دی.