پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې په د دوو جلا ترافیکي پېښو په پایله کې ۳۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن (یکشنبه، وږي٤مه) اعلان وکړ چې په لومړۍ پېښه کې د بلوچستان ایالت په جنوب لوېدیځ کې د مکران په ساحلي لویه لاره کې ۱۲ کسان مړه شوي دي.
په بله پېښه کې، یوه مرستندویه چارواکي ويلي چې ۲۲ نور کسان هغه مهال مړه شول چې یو مسافر وړونکی بس د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمیر ته نژدې ژورې کندې ته ولوېد.
لومړۍ پېښه په نیمه شپه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د شیعه زیارت کوونکو یو بس چې له ایران څخه په مذهبي مراسمو کې د ګډون لپاره راستنېدل، له سړکه چپه شو. د ولایتي چارواکو په وینا په دې پېښه کې ۱۳ تنه ټپیان شوي هم دي چې د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې همداراز راپور ورکړی چې څلور مسافر په بس کې بند پاتې دي او جرثقيل ته امر شوی چې دوی راوباسي.
دویمه پېښه د پاکستان په ختیځ کې د پنجاب ایالت په کويټه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د راولپنډۍ د ژغورنې همغږي کوونکي محمد عثمان رویټرز خبري اژانس ته ويلي، په بس کې د شپږو ښځو او یو ماشوم په ګډون ۲۵ مسافر سپاره وو. له دې جملې څخه ۲۲ تنه مړه او یو تن سخت ټپي شوی دی. هغه زیاته کړه چې ټول جسدونه له درې څخه اېستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم د ایران په مرکز کې د پاکستاني زيارت کوونکو یو مسافر وړونکی بس چپه شوی و چې په پایله کې یې ۲۸ تنه مړه شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي وو. مسافرین هغه پاکستانی زيارت کوونکي وو چې د اربعین په مراسمو کې چې د شیعه مسلمانانو لپاره د کال ترټولو لوی مراسم دي د ګډون لپاره عراق ته تللي وو.