افغانستان

ریچارډ بینټ: د طالبانو نوی قانون او پایلې به یې وڅېړل شي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورورکوونکي ریچارډ بینټ د طالبانو د نوي قانون په اړه د یوناما د دریځ ملاتړ کړى او وايي چې د دې قانون اغیزې او پایلې به یې وارزوي.

هغه پر اېکس پر یوه لیکنه کې ویلي، چې د طالبانو نوي قانون پر افغان ولس د احتمالي اغېزو په اړه پراخې اندېښنې راپارولي دي.

هغه زیاته کړه، «زه د طالبانو د نوي قانون د سختو پایلو په اړه د یوناما اندېښنه له نورو کارپوهانو سره شریکوم او د ټولو افغانانو پر بشري حقونو د دې قانون د اغېزو او پایلو ارزونې ته به دوام ورکړم.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د طالبانو ۳۵ ماده ییز قانون په کلکه غندلی او خبرداری یې ورکړی چې پراخ محدودیتونه وضع کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اتونبایوا ویلي، چې د طالبانو نوی توشيح شوی قانون، چې د امربالمعروف  او نهى عن المنکر د قانون په نوم یادیږي، یو «خپلسرى اجرایوي جوړښت» دى.

د یوناما مشرې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «دا د افغانستان د راتلونکي لپاره یو اندېښمنونکی ليدلورى دی چې اخلاقي څارونکي (د طالبانو د امربالمعروف محتسبين) د لېستونو پر بنسټ د هر چا د ګواښولو، نیولو او ځيني وختونه د مبهمو سرغړونو واک لري.»

روزا اتونبایوا وايي، د طالبانو په توشيح شوي قانون کې نوي محدودیتونه د زغم وړ نه دي او د افغان ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي. د دې قانون له مخې ښځې باید له کوره بهر خبرې ونه کړي.

یوناما په خبرپاڼه  کې راغلي«دا متن (د طالبانو توشيح شوی قانون) د افغانستان د مذهبي ټولنو بشپړ تنوع په پام کې نیولو سره د مذهبي آزادۍ په اړه د اندېښنې وړ اغیزې لري او د خبریالانو او رسنیو په کار نور محدودیتونه هم رامنځته کوي.»

په دغه خبرپاڼه کې، اتونبایوا ويلي چې د لسیزو جګړو وروسته او د «ویروونکي بشري ناورین» په ترڅ کې، د افغانستان خلک د لمانځه لپاره ناوخته رسیدلو له امله د ګواښلو یا زنداني کېدو پرځاى د ډېر ښه ژوند مستحق دي.

یوناما وايي اوس د طالبانو لخوا توشيح شوي نوي قانون د مطالعه کولو په حال کې دي او له طالبانو یې غوښتي چې په دې اړه وضاحت ورکړي.