افغانستان

 یوناما: د طالبانو توشيح شوی قانون «خپلسري اجرایوي جوړښت» دی

دفتر یوناما در کابل. عکس از آرشیف.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اتونبایوا ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون تر عنوان لاندې نوى توشيح شوى قانون د « خپلسري اجرایوي جوړښت» دى.

د یوناما مشرې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «دا د افغانستان د راتلونکي لپاره یو اندېښمنوونکی ليدلورى دی. چې اخلاقي څارونکي (د طالبانو امربالمعروف لارښوونکي) د پراخه لېستونو پر بنسټ د هر چا د ګواښولو او نیولو او ځینې وختونه د مبهمو د سرغړونو واک لري .»

روزا اتونبایوا وايي، د طالبانو په توشيح شوي قانون کې نوي محدودیتونه د زغم وړ نه دي او د افغان ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي. آن تر دې چې قانون له مخې ښځې باید له کوره بهر خبرې ونه کړي.

یوناما په خبرپاڼه کې راغلي، «دا متن (د طالبانو توشيح شوی قانون) د افغانستان د مذهبي ټولنو تنوع په بشپړه توګه له پامه غورځولو سره د مذهبي آزادۍ په اړه د اندېښنې وړ اغېزه لري او د خبریالانو او رسنیو په کار نور محدودیتونه  هم رامنځته کوي.»

په دغه خبرپاڼه کې، اتونبایوا ويلي چې د لسیزو جګړو وروسته او د «ویروونکي بشري ناورین» په ترڅ کې، د افغانستان خلک د لمانځه لپاره ناوخته رسیدلو له امله د ګواښلو یا زنداني کېدو پرځاى د ډېر ښه ژوند وړ دي.

یوناما وايي اوس د طالبانو لخوا د توشيح شوی نوی قانون د مطالعه کولو په حال کې دي او له طالبانو یې غوښتي چې په دې اړه وضاحت ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت وايي، د افغانانو د حقونو محدودول او په پرله پسې وېره کې ساتل په هېواد کې د بشري حقونو د تامينولو هدف ته رسېدل ستونزمنوي.

دغه بنسټ له طالبانو غوښتي چې د یوه خپلواک هېواد په توګه د بشري حقونو ٧ مهمو نړیوالو سندونو په اړه د افغانستان ژمنې عملي کړي او خپله تګلاره بدله کړي.

یوناما په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې د سپټمبر په ۱۸مه به د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د وضعیت په اړه یو راپور امنیت شورا ته وړاندې کړي.