افغانستان

 ایران او پاکستان په یوه ورځ کې څه باندې١٠٠ کډوالې کورنۍ اېستلي

له ایران او پاکستان څخه په یوه ورځ کې څه باندې ١٠٠ افغان کډوالې کورنۍ ويستل شوې او بېرته هېواد ته ستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس راپور ورکړى، چې ایران او پاکستان پرون (شنبه د وږي۴مه) په «جبري او اختياري ډول» ۱۱۰ افغان کډوالې کورنۍ اېستلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې دغه اژانس وايي، ۲۳ کورنۍ د تورخم او ۴۲ یې د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې ۲۵ کورنۍ او همدارنګه د اسلام کلا له پولې ۲۰ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني رسنیو مخکې د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړى و، چې پاکستان د روان کال د جولای له ۲۱مې د اګست تر١٧مې پورې ۳۲زره۲۰۰ افغان کډوال ایستلي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، په دغو کډوالو کې ۷۳۲ کورنۍ هم شاملې دي، چې په ۶۷۴ موټرو کې له افغانستان سره پولې ته لېږدول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په ايران او پاکستان کې افغان کډوالو تل د دغو هېوادونو د حکومت او خلکو له ناسم چلند څخه شکايتونه کړي دي.