افغانستان

د برېټانيا پخوانى لومړى وزير: د افغان ښځو له حقونو «سیستماتیکه سرغړونه» د «ژوند او مرګ» مسٸله ده

انځور له آرشیف

د برېټانيا پخوانی لومړی وزير ګورډن براون وايي، د افغان نجونو او ښځو له حقونو څخه د طالبانو «سيستماتيک سرغړونه» د «ژوند او مرګ» مسٸله ده.

ښاغلي براون په یوه مقاله کې چې د برېټانوي رسنیو له خوا خپره شوې، ویلي چې په افغانستان کې د نجونو له حقونو څخه د سرغړونې له امله ذهني اضطراب، خپګان او د ځان وژنې هڅې مخ په زیاتېدو دي او د زیږون پرمهال د میندو او ځوانو نجونو د مړینې د طالبانو د واک له پیل راهیسې دا کچه لږ تر لږه ۵۰ سلنه لوړه شوې ده.

هغه په ​​دې خبرې سره چې د طالبانو په پالیسي کې د بدلون لپاره نړیوال افکار دومره نه دي متحرک شوي ټینګار وکړ: «که څه هم په قطر کې د ملګرو ملتونو وروستۍ غونډه وتوانېده چې طالبان د خبرو مېز ته راولي؛ خو د نجونو حقونه لا تر اوسه هم په نړیواله ټولنې کې د افغانستان د بیا ادغام لپاره د خبرو اترو په اجنډا کې نه دي.»

د برېټانيا پخواني لومړي وزير له زده کړو څخه د نجونو او ښځو د بې برخې کولو د پايلو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه چې له زده کړو د نجونو د بې برخې کېدو يوه ترخه پايله د جبري ودونو زياتوالى دى.

 په داسې حال کې، چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو ودونه ۲۵ سلنه زیات شوي دي؛ خو ښاغلی براون وايي، د کم عمره ودونو یو مهم لامل د زده کړو نشتوالی دی.

ګورډن براون په دغه مقاله کې د ۱۹ افغان نجونو سفر ته په اشارې سره چې خپلو طبي زده کړو د دوام لپاره سکاټلنډ ته تللې، لیکلي چې هېڅ دلیل نشته چې په دغه هېواد کې نجونې له زده کړو بې برخې شي.

هغې لیکلي: «١٩ افغان نجونې په دې اونۍ کې سکاټلنډ ته راغلې چې خپلې طبي زده کړې پیل کړي څو ډاکټرانې شي. دا په لوېدیځ ټاپو کې مېشته د لېنډا نورګرو بنسټ سره په همکارۍ کې ممکنه شوې. دغه ځوانې نجونې چې په افغانستان کې تقریباً په کور کې نظربندې وې، له نارینه وو پرته له خپلو کورونو نه شوې وتلای.»

د برېټانیا پخواني لومړي وزیر همداراز پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې پر طالبانو دې نور بندیزونه ولګوي، څو دغه«ډله» بدلون ته اړ شي.