افغانستان

طالبانو له «کفارو سره ملګرتيا او مرسته کول» منع کړل

د طالبانو بیرغ، انځور له رویټرز

په داسې حال کې چې طالبان پخپله په دوامداره توګه هڅه کوي چې له لوېدیځ سره تعامل وکړي، د دوی د مشر، هبت الله اخندزاده لخوا لاسلیک شوی نوی قانون «د کفارو سره دوستي او مرسته کول» منع کړل.

د آمو راپور ښيي چې د طالبانو له مشر څخه نیولې تر نورو چارواکو پورې د نړۍ په ګډون له غربي او غیر اسلامي هېوادونو سره اړیکې غواړي او آک د مرستې غوښتنه یې هم کړې ده.

د طالبانو د امربالمعروف قانون د په ټولنه کې د خلکو د آزادۍ او ژوند په اړه ډېری کرښې اېستلې دي. په ځانګړې توګه په ۲۲ ماده کې چې د نارینه وو د ویښتانو او ږیرې، د ښځو د غږ او د هغوی د لباس په اړه ځانګړې لارښوونې کوي.

د دې ټولو سربېره، د دې مادې شلمه فقره له کفارو سره دوستي او مرسته او د هغوی له کردار او څېرې سره ورته والی منع کوي او خپلو محتسبينو ته امر کوي چې له دې کاره مخنيوى وکړي.

خو آيا طالبان پخپله په دې ماده عمل کوي او رښتيا وايي؟

ملا هبت الله اخندزاده چې نوی قانون یې توشيح کړی، په خپلو اختریزو پیغامونو کې په ځلونو د لوېدیځ په ګډون له نړۍ سره د طالبانو د اړیکو پر ښه کولو ټینګار کړی دی. د کوچني اختر پیغام ته ورته، د طالبانو مشر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې له استثنا پرته د ټولو هېوادونو لپاره د ډاډ ښه فضا رامنځته کړي.

د طالبانو مشر د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، « د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دنده لري چې له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له اسلامي نړۍ سره د باور یوه ښه فضا رامنځته کړي.»

همدا ډول د غربي هېوادونو استازي په منظم ډول کابل ته راځي او له طالب چارواکو سره لیده کاته کوي.

ځینې ​​غیر اسلامي هېوادونه لکه چین او روسیه د طالبانو مهم متحدین ګڼل کیږي او آن په نړیوالو غونډو کې یې د طالبانو د ځینو دریځونو ملاتړ هم کړی دی.

د ١٤٠٠ کال د زمري په ۷ مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له امریکايي استازو سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وویل:«په نهایت کې، زموږ هدف د مثبت تعامل لپاره شرایط رامینځته کول او د اقتصادي او سیاسي اړیکو ښه کول دي.»

١٤٠١ کال د سلواغې په ۲۶ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له امریکا وغوښتل چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان له سیاست او اقتصاد سره مرسته وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل: «موږ په قطر کې له امریکایانو سره په خبرو بوخت وو. په ورته وخت کې موږ وویل چې موږ به ستاسو کسان په نظامي یونیفورم کې ونه منو. خو که سوداګرۍ او سیاست ته راځئ، افغانستان ته رتلاى شٸ.»

د طالبانو د رٸيس الوزرا مرستیالان چې په دوامداره توګه له نړۍ او په ځانګړې توګه له لوېدیځ سره د اړیکو پر ښه کولو ټینګار کوي؛ د عبدالکبیر په ګډون، چې د خپلو ویناوو په ډېری برخه کې د نړۍ سره د ښکېلتیا لپاره د طالبانو د ګټو خبرې کوي.

د طالبانو سیاسي مرستیال، عبدالکبیر، د ١٤٠٢لمريز کال د چنګاښ په ۳۱ مه وویل، «نړۍ نن ورځ په دې حقیقت پوهېږي چې دا خلک د افغانستان وارثان دي او له دغو خلکو سره اړیکي لري.»

په همدې حال کې د امریکا د قضايي څار ادارې ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال امریکا له افغانستان سره درې میلیارده ډالره مرسته کړې، چې له دې ډلې یې سلګونه میلیونه ډالر له بېلابېلو لارو طالبانو ترلاسه کړي دي. پیسې، چې ځینې یې د طالبانو د واکمنۍ د ثبات یو عامل بولي.

دغه راز نور لوېديځ هېوادونه هم په منظم ډول له افغانستان سره د ميليونونو ډالرو مرستې اعلانوي.

خو داسې ښکاري چې که څه هم د طالبانو د مشر قانون له کفارو سره ملګرتيا او مرسته منعه کوي، خو طالبان په حقیقت کې له غرب سره د تودو اړیکو غوښتونکي دي او د راپورونو له مخې له غرب څخه په میلیونونو ډالر ګټه اخلي.