افغانستان

په باميان کې يوې ترافيکي پيښې له ۴ تنو ژوند واخيست

په باميان ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ويلي، چې په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي  پېښې له امله څلور تنه مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.

په دغه پېښه کې يوه ښځه، دوه ماشومان او يو سړى مړه شوي او درې ښځې، دوه ماشومان او يو سړى ټپيان شوي دي.

د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه د شنبې په ورځ (د وږي ۳مه) د بامیان ولایت د بند امیر ملي پارک پر سړک شوې ده.

طالبانو ویلي، چې دا پېښه د پاسو موټر له چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

طالبانو د دغې پېښې پړه د موټر چلوونکي تېز رفتار او بې احتیاطي بللې ده.