Uncategorized @ps

 طالبانو په کابل کې یو کس په درو وواهه

د طالبانو سترې محکمې نن ( شنبه، وږي٣مه) ويلي، چې په کابل کې یې یو سړی د«لواطت » په تور په درو وهلى دى.

دغه محکمې ویلي چې دغه سړی په ۳۵ درو او دوه کاله بند محکوم شوی دی.

طالبانو د دغه سړي د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې چې د اګست په ۱۵مه، د جمهوریت د سقوط او د طالبانو د بيا واک ته د راګرځېدو دریمه کلیزه ده، ويلي چې طالبانو په افغانستان کې د نړیوالو قوانینو له مخې «بشپړ معافیت» سره جنایتونه کوي.

دغه سازمان دا د نړۍ لپاره د شرم خبره بللې چې په تېرو درېیو کلونو کې نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د «بشري ناورین» د مخنیوي لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

د آمو ټلویزیون موندنې ښيي چې طالبانو د دې قضيې په ګډون د خپلې درې کلنې واکمنۍ په اوږدو کې په ټول هېواد کې د سلو ښځو په ګډون تر ۶۰۰ ډېر کسان په «عام محضر» کې په درو وهلي دي.