افغانستان

په کابل کې د پاسپورت لپاره آنلاین غوښتنلیکنه پیل شوه

د طالبانو تر واک لاندې د پاسپورت ریاست اعلان وکړ چې نن (شنبه، د وږي٣مه) په کابل کې د پاسپورټونو آنلاین غوښتنلیکونه پیل شول.

دغه رياست پر اېکس ويلي، چې په د پاسپورټ غوښتونکو لخوا د آنلاين غوښتنليک د بشپړولو سره به په ورته وخت کې دې ادارې ته د دوى د مراجعې نېټه هم وټاکل شي. 

د طالبانو تر واک لاندې د پاسپورت ریاست ویلي چې په کابل کې د دوی ویب پاڼه او د دوی استاوليو دفترونه به د اونۍ د شنبې او سه شنبې په ورځو د غوښتونکو لپاره د آنلاین غوښتنلیکونو لپاره خلاص وي.

په خبرپاڼه کې د پاسپورت له غوښتونکو غوښتل شوي چې د «آنلاین فورمه» چاپ کړي او د افغانستان د مرکزي بانک په ښاري څانګو کې دې تعرفې له تاديه کولو وروسته دغه رياست ته  مراجعه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېوادول د خپلو غوښتنلیکونو  پر سست بهیر نیوکه کوي او وايي، چې له میاشتو او کلونو راهیسې انتظار باسي. خو تر اوسه یې پاسپورت نه دی ترلاسه کړی.

دغه هېوادوال وايي، چې په ياد رياست کې طالب چارواکي د دوی غوښتنو ته پر وخت رسېدنه نه کوي او کله ناکله د دوی د غوښتنو د ځنډولو لپاره «پلمې» وړاندې کوي.

له بلې خوا دغه هېوادوال وايي، چې په ورته وخت کې يو شمېر کسان د زياتو پيسو په بدل کې هېوادوالو ته پاسپورټونه ورکوي، چې لا هم د طالبانو تر واک لاندې دغه رياست لخوا منظور شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته د هېواد په پلازمېنه او ولايتونو کې د پاسپورټونو د وېش دفترونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوې او ډېرى يې له هېواده د وتلو هڅه کوي.

د هېواد يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د طالبانو په راتګ سره د دوی د اولادونو د زده کړو زمینه محدوده شوې او د کار زمینه نه لري چې د خپلې کورنۍ د غړو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

په همدې حال کې د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له ۲۰۲۰ کال راهیسې تر ۸ میلیونو ډېر افغانان له هېواده وتلي دي.