نړۍ

پر لبنان د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې نهه کسان وژل شوي

د جمعې په ورځ د لبنان په جنوب کې د اسراييلو په هوايي بريدونو کې د يوه ماشوم په ګډون نهه تنه وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور پربنسټ، د لبنان حزب الله په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پرونیو بریدونو په وژل شویو کې د دې ډلې شپږ جنګیالي هم شامل دي.

د اسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو بریدونو کې يې د حزب الله د توغندیو د واحد یو غړی محمد نجم وژلی دی.

خو دې اژانس لیکلي، چې د بریدونو زیاتوالي او د ډزو تبادلې په سیمه کې د یوې«بشپړې چمتو جګړې» اندېښنې زیاتې کړي دي.

په راپور کې راغلي، یو بل کس چې معلومه نه ده،  د لبنان د حزب الله غړی و او کنه، د عیتارون له سیمې بهر په یوه جلا برید کې وژل شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې رویټرز ته ویلي: «د اسراییلو له پولې په ۱۴ کیلومترۍ کې د عيتا پر کلي د اسراییلو په جلا برید کې د حزب الله یو جنګیالی او یو ماشوم وژل شوي دي. حزب الله په عیتا کې وژل شوی جنګیالی محمد نجم بللی دی.»

په ورته وخت کې د لبنان حزب الله هم پر اسرائیلو راکټي بریدونه کړي او د دغه هېواد د پوځ په وینا په دغو بریدونو کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

د رویټرز په وینا، د حماس په وړاندې د اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې په لبنان کې لږ تر لږه ٦٠٠ کسان وژل شوي، همدارنګه د لبنان حزب الله له اسراییلو سره په نښتو کې، د رویټرز د معلوماتو پر بنسټ، د ٤٠٠ لبناني حزب الله جنګیالي او ١٣٠ ملکي وګړي شامل دي.