د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ د سفر د بندیز په غبرګون کې د طالبانو دا پرېکړه «شرم وړ» بللې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان د د اسیايي څانګې مشر آلين پیيرسون پر اېکس یوه لیکنه کې ویلي چې د بشري حقونو په اړه د طالبانو «بشپړ بې پامۍ» ته په کتو دا پرېکړه د حیرانتیا وړ نه ده.
هغه همدا راز ټینګار وکړ چې دا بندیز باید په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په مستند کولو او حساب ورکوونې په اړه د نړيوالې ټولنې هوډ لا پياوړى کړي.
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي پر راتګ د بنديز په اړه د طالبانو پرېکړې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د ریچارډ بینټ د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې افغانستان ته د هغه د راتګ له بندیز سره سره له افغانانو سره د هغه ژمنه پخپل ځاى پاتې ده.