افغانستان

 د بينټ پر سفر د بندیز په اړه غبرګونونه: د بشري حقونو مدافعانو د طالبانو دا اقدام د نړیوالو قوانینو خلاف بللی

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ  بينټ د سفر د بندیز په غبرګون کې ویلي چې دا اقدام د نړیوالو قوانینو خلاف دی.

دغه ټولنې د طالبانو د دغه عمل په غندلو سره ویلي دي: «د ښاغلي بېنټ ماموریت د نړیوالو قوانینو په تېره بیا د نړیوالو بشري حقونو د منل شویو اصولو او نورمونو پر بنسټ دي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا تصویب شوی دی. د دې ماموریت اصلي موخه د بشري حقونو وضعیت څارل، د بشري حقونو د سرغړونو مستند کول او په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه مفصل راپورونه وړاندې کول دي.»

ز

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنه وايي، د بشري حقونو په برخه کې د ځانګړي راپور ورکوونکي رول په افغانستان کې د بشري حقونو د ټولو بنسټونو د بشري حقونو په عدالت غوښتنه کې مهم رول لوبوي. دا ماموریت د بشري حقونو د ښه والي لپاره د هیواد د خلکو خورا مهمې غوښتنې په ګوته کوي او د افغانستان د بشري حقونو د کورنۍ لپاره د ستراتیژیک نظر په وړاندې کولو کې بنسټیز رول لوبوي.

په همدې حال کې د آزادۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له خوا هېواد ته د ښاغلي بينټ پر سفر د بندیز په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت په افغانستان کې د«بشري حقونو څخه جدي سرغړونې» او د افغانانو محرومیت د قضیو په افشا کولوکې «فوق العاده اهميت» لري. چې ټول اړخونه یې باید ملاتړ وکړي.

د طالبانو ضد دغې جبهې له نړۍ غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو نازک وضعیت ته جدي پام وکړي او د طالبانو تروریستي ډله دې ته اړ کړي چې د بشري حقونو ارزښتونو ته درناوى وکړي.

د دغې جبهې په خبرپاڼه کې راغلي دي: « له بشري حقونو څخه پراخې او ناوړه سرغړونې د طالبانو د ناقانونه رژيم د تطبيقولو د پاليسۍ يوه برخه ده او له همدې امله افغانستان ته د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي سفر د دوى لپاره منلو وړ نه دي.»

د آزادۍ جبهه زیاتوي، چې د طالبانو دغه اقدام د «افغانستان د بشري حقونو د شدید وضعیت» پر وړاندې د دوی د رسمي چلند څرګندونه کوي. ځکه طالبان نه غواړي چې نړۍ د دوی د «تاوتريخوالي ډکې او ظالمانه» واکمنۍ لاندې د خلکو له «خواشينونکي» حالت څخه خبره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې له له دويچه ويله شبکې سره په مرکه کې ویلي و، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی استازی ښاغلی ریچارډ بينټ د دوی تر اداره لاندې د افغانستان پر ضد د «پروپاګند» لپاره ګمارل شوی دی او د طالبانو لپاره د اعتبار وړ شخصیت نه دی.

هغه وویل چې ښاغلی بېنټ له افغانستانه ایستل شوی او نور اجازه نه لري چې دغه هېواد ته داخل شي.

خو ریچارډ بينټ له آمو سره په مرکه کې ویلي چې طالبانو تر دې دمه افغانستان ته د ده د سفر د منع کولو لپاره کوم خاص دلایل نه دي وړاندې کړي.

ښاغلی  بينټ ټینګار کوي چې د هغه راپورونه او څرګندونې چې د بشري حقونو په پالیسیو او کړنو یې نیوکې کولې د طالبانو د پرېکړې لامل شو چې پر ده یې د سفر بندیز ولګاوه.

د ښاغلي بينټ په وینا هغه د تېر کال له مى میاشتې راهیسې افغانستان ته سفر نه دی کړی او طالبانو د دوی ټیم ته ویلي چې نور به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کوربه توب نه کوي.