افغانستان

 يوې افغانې مېرمنې له هرېس غوښتي چې د امریکا ناکامې تګلارې بدلې کړي

د ټایمز مجلې په یوه مقاله کې د افغان الاصله برېټانيوي لیکوالې زرلښت حلیمزي په حواله ویلي چې د امریکا ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند هرېس کولای شي د افغانستان په اړه د امریکا ناکامه سیاستونه بدل کړي.

هغې ويلي، هرېس باید د متحده ایالاتو پالیسي تعدیل کړي ترڅو«افغان میرمنو ته واقعیا لومړیتوب ورکړي.»

دغه افغان الاصله لیکواله زیاتوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «جنسي تبعیض ناوړه اغېز» د حیرانتیا خبره نه ده.

هغې په ​​مقاله کې لیکلي، «د افغانستان خلک [د طالبانو تر واکمنۍ کې] بې وزله شوي دي. دندې يې له لاسه ورکړې دي. مدني ټولنې او رسنۍ له منځه تللي، او هیواد اوس د بشري پرمختیا په شاخص کې ترټولو ټیټه درجه لري. په افغانستان کې د امریکا د جګړې پر مهال د ښځو لپاره ټولنیز، کلتوري او سیاسي لاسته راوړنې په بشپړه توګه له لاسه ورکړل شوې دي. افغانستان لا هم د نړۍ تر ټولو ناکراره هېواد دی.

هغې په مقاله کې د افغان مېرمنو له ادرسه له کاملا هرېس څخه پوښتنه کړې چې :« آیا افغان مېرمنې په سپینه ماڼۍ کې د خپلې متحدیې تمه کولی شي؟»

زرلښت حلیمزۍ دې ته په اشارې سره چې آغلې هرېس د ښځو د حقونو په برخه کې ټینګ دریځ نیولی، وايي چې هغه کولای شي د ښځو د حقونو لپاره خپل څرګند ملاتړ په نړیواله کچه وکړي، څو افغانې ښځې هم پکې شاملې شي.

دا په داسې حال کې دم، چې د طالبانو امربالمعروف وزارت نوی قانون، چې د طالبانو د مشر له خوا توشيح شوی، د «نامحرمو ښځو» غږ اورېدل حرام ياد کړي دي.

په دې قانون کې  همداراز د ښځو بشپړ مخ پټول «ضروري» ګڼل شوي دي.

په دې قانون کې د طالبانو مشر امربالمعروف محتسبينو ته دا واک هم ورکول شوى چې خلک « تهدید او بندیان کړي».

د يادولو وړ ده، چې طالبانو د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی او واک ته له رسیدو وروسته یې په کورنیو ادارو کې د دوى فعالیتونه محدود کړي دي.

له هغه وخته چې طالبان واک ته ورسېدل، دوی د ښځو د حقونو او ازادیو په اړه شاوخوا ۷۰ فرمانونه صادر کړي، چې د کارپوهانو په وینا په هېواد کې یې پر بشري فعالیتونو مستقیمه اغېزه کړې ده.

په همدې حال کې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه.

طالبانو همداراز په بېلابېلو فرمانونو په ټول هېواد کې پارکونو، حمامونو، تفریحي مرکزونو او سينګارتونونو ته د ښځٶ په ورتګ بندیز لګولی دی.