نړۍ

بایډن د ایران د احتمالي بریدونو پر وړاندې د اسرائیلو پر ملاتړ ټینګار وکړ

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د اسراییلو لومړي وزير بنیامین نتنیاهو په ټلیفوني خبرو کې د ایران د احتمالي بریدونو پر وړاندې د اسراییلو د دفاع پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې بایډن په دغه ټلیفوني اړیکه کې ویلي چې امریکا به د ایران او د هغې د نیابتي ډلو په شمول د حماس، د لبنان د حزب الله او حوثیانو د ګواښونو پر وړاندې د اسرائیل دفاع ته دوام ورکړي.

د امریکا ولسمشر همداراز په غزه کې د سمدستي اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

په دې خبرو کې هغه نتنیاهو ته وویل چې د پاتې خنډونو د لرې کولو لپاره په قاهره کې راتلونکې خبرې اترې بیا پیل کړي.

دا په داسې  حال کې ده، چې امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د روانې اوونۍ په پیل کې اسراییلو ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې ښايي دا د یوې هوکړې لپاره وروستی چانس وي.

په ورته وخت کې، د واى نېټ خبري ويبپاڼې راپور ورکړی چې یو لوړ پوړي مصري چارواکي ویلي چې یحی سنوار داسې جوړجاړى غواړي چې د هغه د ژوند خوندیتوب تضمین کړي.