نړۍ

واى نېټ: د حماس مشر د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره جوړجاړى غواړي

د واى نېټ خبري ويپاڼې د یوه لوړ پوړي مصري چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د حماس اوسنی مشر یحیی سنوار داسې یو جوړجاړى غواړي چې د هغه د ژوند خوندیتوب تضمین کړي.

د دغه راپور له مخې یحیی سنوار په غزه کې د اوربند د هوکړې لپاره د داسې ضمانتونو د ورکولو غوښتنه کړې ده، چې ده ته ډاډ ورکړي چې دى نه وژل کېږي.

له بلې خوا قاهره په یوه داسې هوکړې ټینګار کوي چې په فلادلفیا دهلېز کې د اسرائیلو شتون مشخص نه کړي او د حماس له لوري د یوه پلاوي له استولو څخه د انکار له امله دا شک لري چې خبرې اترې به کومې پايلې ته ورسيږي.

مصر وايي، که اسراييل تړون غواړي، نو د يحيى سنوار وژل بايد له مېز څخه لرې شي.

دغه خبری ويبپاڼې لیکلی چې یوه مصری چارواکی له خپلو امریکایی سیالانو سره په خبرو کې په یوه مهم شرط ټینګار کړى دى.

دغه مصري چارواکي وویل: «که د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنېدو سره هوکړه وشي، نو یحیی سنوار د خوندیتوب او ژوند په تضمین ټینګار کوي. دا پدې مانا ده چې اسراییل باید د هغه د وژلو څخه ډډه وکړي.»

د دې راپور له مخې، مصري پوهانو ادعا کوي چې بلینکن د دغه هېواد ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر ته « بد پیغام » ورکړی.

دوی زیاتوي: « د متحده ایالاتو له نظره، د خبرو اترو دا اوسنی پړاو ممکن د اسراییل او حماس تر منځ وروستی غیر مستقیم تعامل وي.د یوې حتمي هوکړې ترلاسه کول خورا مهم دي، او د مصر او قطر تمویلونکي باید حماس او اسراییل قانع کړي چې د پیچلتیا اضافه کولو پرته د متحده ایالاتو وړاندیز ومني.»

د منځني ختیځ د رسنیو د راپورونو کې راغلي، چې د استخباراتي چارواکو او د مصر د ولسمشر السیسي د دفتر له غړو سره خبرې په ډاګه کوي چې « داسې تفاهم ته رسیدلي چې کولی شي د اسراییلو سره یوې هوکړې ته لاره هواره کړي؛ خو له سنوار سره خبرې اترې له ننګونو ډکې دي. سنوار یو تړون غواړي، خو په خپلو شرایطو ټینګ دی.»