افغانستان

 انګلستان به په راتلونکو ٦ میاشتو کې د افغان کډوالو په ګډون تر ټولو زیات کډوال وباسي

عکس از آرشیف

د برېټانيا حکومت په پام کې لري چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې د افغان پناه غوښتونکو په ګډون يو زيات شمېر کډوال چې د پناه غوښتنې دوسيې يې نه دي منل شوي، له هېواده وباسي چې د چارواکو په وينا په پنځو کلونو کې به بې سارې وي.

د فرانسې ٢٤د راپور پر بنسټ، برېټانیا همداراز د هغو کډوالو  د ننوتلو د مخنیوي لپاره نوي اقدامات اعلان کړي چې له فرانسې څخه په « ناقانونه توګه » په کښتیو کې راځي.

د دغه راپور پر بنسټ، د کورنیو چارو وزارت ويلي چې ١٠٠ استخباراتي او تحقیقاتي افسران به د ملي جرمونو ادارې سره کار وکړي ترڅو د قاچاق وړونکو ډلو مخه ونیسي چې په غيرقانوني توګه کډوال د خطرناکو لارو له لارې قاچاق کوي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ایوټ کوپر وویل، «موږ د خپل سرحد د امنیت د ټینګولو لپاره پرېکنده او واضح ګامونه اخلو څو ډاډ ترلاسه کړو چې قانون ته درناوی او پلي کیږي.»

د يادولو وړ ده، چې  دغه کډوال د انساني قاچاق کونکو ډلو ته څو زره یورو ددې لپاره چې د دغو «خطرناکو» لارو له لارې انګلستان ته سفر وکړي، هم ورکوي.

په ورته وخت کې، د انګلستان پاچا درېيم چارلس د نوي پارلمان د پرانستلو پر مهال په وینا کې وویل چې نوی حکومت به د سرحدونو امنیت قانون تصویبولو سره د قانون پلي کونکو ادارو ته د «ترهګرۍ سره د مبارزې»لپاره ډېر واک ورکړي.

د برېټانيا حکومت وايي، د دې لايحې موخه د هغو ډلو مخه نيول دي چې هر کال په وړو کښتيو کې په لسگونو زره کډوال برېټانيا ته رسوي.

د يادولو وړ ده، چې له سختو تدابیرو سره سره د زمري په ۲۹مه په دریو کښتیو کې له ۲۰۰ زیات کډوال برېټانیا ته ورسیدل. د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال لږ تر لږه ۱۹زره ۲۹۴ کډوال د کښتیو له لارې دغه هېواد ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ریشي سوناک په مشرۍ د برېټانیا پخوانی حکومت پلان درلود چې د توقیف وروسته ژر تر ژره د ختیځ افریقا روانډا ته غیرقانوني کډوال ولېږدوي.