اوکراین د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د بې پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی برید وکړ.
اوکراین په مسکو کې لږ تر لږه ۱۱ بې پیلوټه الوتکې وتوغولې چې د روسیې د هوايي دفاعي ځواکونو له خوا وویشتل شوې.
رویټرز راپور ورکړی چې روسي چارواکو دا برید په مسکو کې د جګړې له پیل راهیسې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو ترټولو لوی برید وباله.
د راپور له مخې، د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دوی هوايي دفاع د روسیې په خاوره کې ټولټال ۱۴۳ بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې، چې ١١ یې په مسکو کې، ٢٣ د بريانسک په سرحدي سیمه کې، ٦ الوتکې د بلګورود په سیمه کې، ٣کالوګا په سیمه کې او دوه په کورسک سیمه کې نسکورې شوې دي.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي: «دا د جګړې په جریان کې د بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره د مسکو د برید لپاره ترټولو لويه هڅه وه. د پلازمینې په شاوخوا کې قوي دفاع د دې لامل شوې چې ټولې بې پیلوټه الوتکې مخکې له دې چې دوی خپلو موخو ته ورسېږي وویشتل شوې.»
په همدې حال کې د اوکراین سره د پولې په اوږدو کې د بريانسک سیمې والي الکساندر بوګوماز ویلي، د بې پیلوټه الوتکو یوې ډلې پر سیمه برید کړی دی. خو زياته کړې يې ده، چې ټولې ٢٣ بې پيلوټه الوتکې له منځه تللي دي.
د بې پیلوټه الوتکو بریدونه په داسې حال کې کیږي چې اوکرایني ځواکونه د روسیې په لوېدیځ کرسک سیمه کې پرمختګ ته دوام ورکوي.
په داسې حال کې چې اوکراین په ختیځ کې په ځمکنۍ جګړه کې ښکېل دی، روسیه هم ورو ورو مخ په وړاندې ځي، چې دواړو خواوو ته په لوی قیمت تمامېږي. اوکراین د روسیې د پوځي توان د کمزوري کولو په هڅه کې د تیلو تصفیه خانې او هوايي ډګرونه په نښه کړي او څو ځلې یې د روسیې پر پلازمېنې هم بریدونه کړي دي.
په همدې حال کې د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ، چې په واشنګټن کې دی، د سه شنبې په ورځ ناوخته په خپل یو ورځني راپور کې ويلي چې اوکراینیانو په کورسک کې په خپلو بریدونو کې چې اوس ترې درې اونۍ تېرې شوې دي، د پام وړ پرمختګ کړی.
د يادولو وړ ده، چې تأس د روسیې خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله ویلي چې پر اوکراین د یرغل له پیل راهیسې ۳۱ کسان وژل شوي دي.
د دغې سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې بريدونو کې ۱۴۳وسي اتباع هم ټپيان شوي، چې د څلورو ماشومانو په ګډون ٧٩ يې په روغتون کې بستر دي.