افغانستان

په ننګرهار کې د چت د پرېوتو له امله د یوې کورنۍ ٧ غړي مړه شوي 

د ننګرهار ولايت کې د سختو بارانونو اوسېلابونو راوتلو سره هم مهاله د دغه ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د يو کور د چت پرېوتو له امله د يوې کورنۍ ٧ غړي مړه شوي دي.

په پېښه کې دغه کورنۍ دوه نور غړي هم ټپیان شوي دي.

د يادې کورنۍ يوه خپلوان عزت الله آمو ته ويلي، چې کورنۍ يې پخوا په ناوړه اقتصادي حالت کې وه او د دې پېښې په پايله کې د کورنۍ پلار او پنځه ماشومان مړه شوي دي.

طالبان وايي، په تېرو درېيو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله لږ تر لږه لس تنه مړه شوي دي.

ننګرهار ولایت د سه شنبې په ماښام (زمري ۳۰مه) د سختو سېلابونو شاهد و. په دغه ولایت کې د طالبانو د والي دفتر وايي، په سېلابونو کې یو ماشوم مړ شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.