افغانستان

طالبانو په کابل کې یوه ښځه په عام محضر کې په درو ووهله

عکس له آرشیف.

د طالبانو سترې محکمې د نن(چهارشنبه، زمري ٣١مه) اعلان وکړ چې یوه ښځه یې د «زنا» په تور په درو وهلې ده.

د طالبانو محکمې په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې ياده ښځه یې په ۳۵ دُرو او دوه کاله بند محکومه کړې ده.

د آمو د موندنو پر بنسټ، چې د زمري په څلورمه نېټه د خپرې  شوې دي، د طالبانو سترې محکمې په تېرو درېيو کلونو کې ۳۷ کسان سنګسار کړي او ۱۷۶ کسان یې په بېلابېلو تورونو محاکمه کړي دي.

په ورته مهال، طالبانو په تېرو دریو کلونو کې د ۱۰۶ ښځو په ګډون ۵۸۷ کسان په درو  وهلي دي.

له دوه لسیزو وروسته طالبانو د ۱۴۰۱ کال د لړم په ۲۸ مه په مختلفو پلمو د خلکو په درو وهلو پیل کړي دي.