په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي مشرې روزا اوتونبایوا د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه وينا کې ويلي چې د هغو افغانانو د هغو کړاوونه بشري حقونو په تضمین سره پای ته رسېدو هیله لري چې د کلونو راهيسې د «ترهګرۍ او تاوتريخوالي» قرباني شوي دي.
هغې همداراز ويلي، چې د «ترهګرۍ» قربانیان د سوله يیزو او ازادو ټولنو مهمه برخه ده.
هغې په خبرپاڼه کې وویل، «عمومي اسامبله په دې هم ټینګار کوي چې دا د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه دي چې د مذهبي اقلیتونو د وګړو د بشري حقونو په ګډون د بشري حقونو ودې او ساتنې لومړنۍ دنده لري. دا هغه پیغام دی چې موږ یې په افغانستان کې د واکمنو چارواکو په ګډون، رسولو ته دوام ورکوو.»
ملګرو ملتونو په ٢٠١٩ کې د «٧٣/٦٩٦» پرېکړه ليک د اګست ٢٢مه د مذهب یا عقیدې پر بنسټ د تاوتریخوالی او ترهګرۍ د قربانیانو د یادولو نړیواله ورځ اعلان کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان خلک په هېواد کې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو په ترڅ کې د «ترهګريزو» فعالیتونو له امله د تاوتریخوالي او پېښو قرباني شوي دي.
اوس چې هېواد د طالبانو په واک کې دى او په ټول هېواد کې د امنیت د تامینولو ادعا کوي؛ خو تاوتریخوالی او ترهګريزې پېښې لکه چاودنې او ځانمرګي بریدونه لاهم د افغانانو ژوند اخلي.
طالبان چې په افغانستان کې د جمهوريت شل کلن نظام کې د ترهګريزو او خونړیو پېښو اصلي عاملین بلل کېږي، اوس پر کابل واکمن دي او د هېواد د خلکو د قربانیو ترڅنګ چې طالبان يې د جنایتونو عاملین وو، دوى په هېواد کې هېوادوال ، په ځانګړې توګه د ښځې له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړي او سخت بندیزونه يې پرې وضع کړي دي.