افغانستان

ریچارډ بنیټ وايي طالبانو افغانستان ته زما د سفر د بنديز په اړه کوم خاص دليل نه دى وړاندې کړى

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي آمو ته ویلي چې طالبانو افغانستان ته د هغه پر سفر د بنديز لګولو په اړه کوم مشخص دلیل نه دی وړاندې کړی.

ریچارډ بینیټ ټینګار کوي چې د هغه راپورونه او څرګندونې، چې د بشري حقونو پر تګلارو او کړنو نیوکې وې، د طالبانو د پرېکړې لامل شو، چې پر ده د سفر بندیز ولګول شي.

د بنیټ په وینا، هغه د تېر کال له مى میاشتې راهیسې افغانستان ته سفر نه دی کړی او طالبانو د دوی ټیم ته ویلي چې نور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کوربه توب نه کوي.

ریچارډ بنیټ په خپل تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شدید او پراخ دی. نوموړي په خپله وروستۍ وینا کې همداراز پر نړۍ  غږ وکړ چې د طالبانو د چارواکو او د هغوی له بشري حقونو څخه په ناوړه سرغړونو دې نورماله چلند نه کوي.

د ریچارډ بنیټ ماموریت د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو مستند کول دي.

ښاغلی بنیټ په یو لړ راپورونو کې ويلي چې طالبان په سیستماتیک ډول د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.

.

طالبانو همداراز اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه د هغه د راپورونو په غبرګون کې یې هېواد ته د ریچارډ بنیټ د ننوتلو مخه نیولې ده.

ښاغلي بنیټ آمو ته ويلي، چې دی د تېر کال له می میاشتې راهیسې افغانستان ته نه دی تللی او طالبانو یې هرکلی نه دی کړی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي، ریچارډ بنیټ وویل: “هو، زه تمه لرم چې لږ تر لږه په کال کې یو ځل لاړ شم او اوس هم هیله لرم. په همدې حال کې، ما د طالب چارواکو څخه معلومات ترلاسه کړي چې دوی دا مهال زما هرکلی نه کوي. زه هیله لرم چې دوی خپل فکر بدل کړي. زه په رسمي توګه نه یم رد شوی، خو دوی دا خبره زما ټیم ته څرګنده کړې ده، نه په مستقیم ډول ما ته.»

د بشری حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایی چې اوس د افغانستان ویزه نه لری، خو ولې د طالبانو له خوا يې افغانستان ته د ورتګ مخه ونیول شوه؟

هغه آمو ته وویل: «زه فکر نه کوم چې کوم ځانګړي دلایل ورکړل شوي، مګر زه فکر کوم چې دوی زما مختلف راپورونه او څرګندونې رد کړي چې د بشري حقونو په پالیسیو او اقداماتو نېوکې کوي.»

 په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ریچارډ بینیټ وروستی راپور د غبرګولي په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې شو.

 ښاغلي بینیټ هغه مهال وویل چې د دوی راپور د طالبانو د حکومت په تبعیض او د ښځو ضد سیاستونو باندې متمرکز دی. 

هغه په ​​دې برخه کې د طالبانو کړنې د ټول ولس پر وړاندې تاوتریخوالی وباله او ویې ویل، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر سخت او پراخ دی او د بشریت ضد جنایت ګڼل کېدای شی.

ښاغلي بنیټ همداراز په افغانستان کې د «جنسيتي تبعیض» په رسميت پېژندلو غوښتنه وکړه او پر نړۍ یې غږ وکړ چې د طالبانو پر وړاندې د فشار له هرې لارې کار واخلي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي او د ملګرو ملتونو د کارپوهانو وروستۍ څرګندونې د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو پراخې سرغړونې ته اشاره کوي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو له واک څخه درې کاله وروسته، نړیواله ټولنه باید د طالبانو اوسني چارواکي او یا د هغوی له بشري حقونو څخه ناوړه سرغړونې عادي نه کړي. د ریچارډ بنیټ مهمې غوښتنې د طالبانو په رسمیت نه پیژندل او همدارار نه عادي کول دي.

خو د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي مخې ته د طالبانو د درېدو دلیل څه دی؟

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «په دې کې ښځو په وړاندې دریځ چیرته دی؟ د ریچارډ بنیټ په وینا، جنسیت تبعيض کوم دى؟ دوى پروپاګند کوي او د افغانستان پر ضد د پروپاګند لپاره ګمارل شوی دی. هغه څه چې موږ په افغانستان کې وینو  دا دي چې، خويندې چې  په  اسلامي شریعت کې هغه ځاى لري،  مونږ يې د شرعي مکلفیت په توګه ځای ورکوو.»

ریچارډ بنیټ د ۱۹۴۱ کال د )وري په میاشت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وټاکل شو. د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د می په میاشت کې په یوولس ورځني سفر کابل ته ولاړ او په افغانستان کې یې درې ماموریتونه بشپړ کړل. ښاغلي بنیټ د خپل لومړي سفر په پای کې وویل، افغانستان د بشري حقونو له يو لړ پراخه ننګوونو د پخوانیو حکومتي چارواکو د بې عدالتي او انتقامي وژنو له راپورونو نیولې بیا پر ښځو پراخ محدودیتونه، په زده کړو او کار بندیز او په ټولنه کې د محدودیتونو سره مخ دى.

هغه پر طالبانو غږ وکړ چې دغه سیاستونه پای ته ورسوي او نړۍ باید له طالبانو سره د حکومت په څېر چلند ونه کړي. خو طالبانو دا راپورونه نه دي تایید کړي او نه یې هم بندیزونه لېرې کړي دي.