د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د څانګې مرستیالې هېدر بار ويلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ پر ورتګ باندې د طالبانو لخوا بندیز «پر بشري حقونو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر حقونو د زیاتېدونکي جبر» بله نښه ده.
هغې په یوه ویډیو کې ویلي چې د طالبانو دا اقدام د « د هر هغه چا د ځپلو» په معنا دی چې د طالبانو د سرغړونو په اړه د حقیقت ویلو جرئت لري.
آغلې هيدربار د طالبانو دغه عمل د دوحې له دریمې غونډې سره تړلی وباله او ویې ویل چې دا کومه تصادفي خبره نه ده.
د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د څانګې مرستیالې همداراز د ملګري ملتونه «د طالبانو پر هر ډول پخلاینې، زړور کولو او ځواکمنولو» تورن کړل.
هغې وویل، «ملګري ملتونه په ورته وخت کې په مختلفو لارو حرکت کوي. په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ځینې برخې هڅه کوي چې د بشري حقونو ساتنه وکړي او د طالبانو سرغړونې مستند کړي؛ خو داسې نورې برخې هم شته چې د طالبانو هر ډول روغې جوړې، هڅونې او پیاوړتیا ته چمتو دي. “لکه څنګه چې ملګرو ملتونو د طالبانو د غوښتنو په ځواب کې د دوحې له دریمې غونډې څخه د افغان ښځو د ایستلو هوکړه وکړه او د بشري حقونو د کړکېچ په اړه يې هر ډول رسمي بحث له اجنډا څخه لرې کړ.»
هیدربار وویل: «دا یو «ژور ناورين» دی او نړیوال غبرګون هيڅ د منلو وړ نه دی.»
آغلې هیدربار زیاتوي چې د طالبانو لخوا افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي پر ننوتلو بندیز په دغه هېواد کې د ښځو د حقونو د کړکېچ په اړه د نړیوالو د ارادې یوه ازموینه ده. چې د ښځو د حقونو د کړکېچ لپاره کار وکړي.
هغه وايي «موږ په تېرو دریو کلونو کې په ډیرو داسې تجربو کې د نړیوالې ټولنې د ناکامۍ شاهدان یو. خو دا د ښه کېدو فرصت دی. دا هم مهمه ده چې ووایو چې د ریچارډ بینټ کار به پای ته ونه رسیږي. د هغه او د بشري حقونو د نورو مدافعانو، کارپوهانو او سازمانونو کار، که طالبان اجازه ورکړي چې هېواد ته داخل شي او که نه، دوام لري.»
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ویلي و چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی استازی ریچارډ بینټ د افغانستان پر ضد د «پروپاګند» لپاره ګمارل شوی او د دوی لپاره د اعتبار وړ شخصیت نه دی.
ښاغلي مجاهد دویچه ویله ته په مرکه کې وويل چې طالبانو ښاغلی بینټ له افغانستانه اېستلی او هغه ته نور اجازه نه ورکول کیږي چې دغه هېواد ته داخل شي.