د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي، هېواد به یې د داعش خراسان څانګې له خوا «نږدې پېښېدونکي ګواښونو» د ليدو په صورت کې پر دې ډلې برید وکړي.
جنرال پاټریک رایډر د سه شنبې په ورځ (د زمري په ۳۰ مه) د داعش د احتمالي ګواښ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې یوې خبري غونډې ته وویل، «یقیناً، که موږ د متحده ایالاتو یا خپلو ګټو په وړاندې نږدې ګواښونه وګورو، موږ حق لرو چې د بريدونو په ګډون مناسب اقدام وکړو»
جنرال رایډر ټینګار وکړ چې داعش لا هم یو جدي ګواښ دی او د افغانستان په څېر هېوادونو کې چې کافي څار پکې نشته، احتمال لري چې دا ډله بېرته راوګرځي.
هغه زیاته کړه، «دا سمه ده چې داعش هغومره ځواکمن نه دی لکه ۱۰ کاله مخکې، خو لا هم په ناامنه سیمو کې، په تېره بیا سوریه او سیمه کې یو ګواښ دی.»
جنرال رایډر همداراز ټینګار وکړ چې د داعش د فعالیتونو د څارنې لپاره په عراق کې د امریکایي ځواکونو حضور اړین دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ګارډین ورځپاڼې وړاندې ویلي وو چې د اسلامي دولت(داعش) ډلې نوي ګمارل شوي غړي په ځانګړې ډول د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بریدونو د زده کړو لپاره ځي.
که څه هم طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش خراسان شتون رد کړی او د دغې ډلې د ځپلو ادعا یې کړې ده، خو په وروستۍ پېښه کې داعش د زمري په ۲۱مه نېټه د کابل په لوېدیځ کې د یوې چاودنې مسٶولیت منلی چې له امله یې پکې تر ۱۰ ډېر کسانو ته مرګ-ژوبله واوښتله.
دغې ډلې په ټلګرام کې په یوه پیغام کې ادعا کړې چې په ياد برید کې یې ۱۳ هزاره ګان وژلي او ټپیان کړي دي.
خپلواکو سرچینو هم آمو ته تایید کړې، چې په برید کې یو ۷۰ کلن سړی وژل شوی او د څلورو ښځو او یو ۱۳ کلن ماشوم په ګډون ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف د زمري په ۱۸ مه د امنیت شورا ته ویلي وو چې داعش خراسان څانګه په تېرو شپږو میاشتو کې د خپلو مالي او لوژیستیکي ظرفیتونو د لوړونې او ښه کولو لپاره د ځواکونو په ګمارلو کې خپلې هڅې زیاتې کړي دي.
هغه وویل، «داعش د خپلو مالي او لوژیستیکي وړتیاوو د پیاوړي کولو او د ګمارنې هڅې ګړندۍ کولو لپاره د افغانستان او منځنۍ اسیا د اوسېدونکو له ملاتړ څخه کار اخیستی دی،»