افغانستان

په ننګرهار کې سېلابونو له يو ماشوم ژوند واخيست

طالبان وايي، تېره شپه په ننګرهار ولايت کې د سېلابونو له امله يو ماشوم مړ شوى او شپږ نور ټپيان شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي له رسنيز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه سختو اورښتونو د جلال اباد ښار د نهمې ناحيې، ماما مېنې، افغان مېنې، الفت مېنې او خوګياڼو په سيمو کې لسګونه کورونه ويجاړ کړي او ګڼ مالي زيانونه يې اړولي دي.

د دغه خبرپاڼې پر بنسټ، د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي همداراز له سېلابونو ژغورل شوي دي.

د کابل په شمال کې پنجشیر ولایت هم د سه شنبې په ورځ د سختو سېلابونو شاهد و. ځايي اوسېدونکي وايي، سېلابونو خلکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي.

په تېر کال کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سختو بارانونو، طوفانونو او سېلابونو لسګونه کسان وژلي او زرګونه نور يې بې ځايه کړي دي.