افغانستان

ګارډین: د طالبانو واکمني د افغان ښځو کرامت ته «ظالمانه او سپکاوی کوونکی ګوزار» دی

انځور له آرشیف

ګارډین د افغانستان جنسيتي تبعيض: طالبان مه زړور کوٸ” تر سرليك لاندې په یوه سرلیکنه کې ليکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني په هېواد کې د ښځو او نجونو حقونو او وقار ته «ظالمانه او سپکاوى کوونکى» ګذار دى.

په دې سرليکنه کې طالبان همدا راز په هېواد کې د ښځو او نجونو لپاره «یو موجود ګواښ» بلل شوى دى.

ګارډین همداراز لیکلي چې ښځې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له ازادۍ، عزت او ژوند څخه بې برخې دي او نړیواله ټولنه باید د دوی غوښتنو ته پام وکړي.

دغه نړیوالې رسنۍ د طالبانو له خوا له ژوند څخه د ښځو حذفونه او د «کورنیو د مشرانو په توګه په بدو نارینه وو» باندې د ښځو تکیه د طالبانو لخوا د ښځو د تباهۍ لپاره د اغیزمنو غوارويو په توګه یاده کړه.

په دې سرليکنه کې راغلي:« تر دې هم بده دا چې افغان ښځې او نجونې نه یوازې د طالبانو له خوا ځورول کیږي؛ بلکې د هغه چا لخوا(نړۍ) هم مایوسه شوې چې د دوی د ملاتړ ژمنه یې کړې وه.»

ګارډین وايي، د طالبانو لخوا په مرستندویه ادارو کې د ښځو په کار کولو بندیز په دې معنا دی چې په افغانستان کې ډیرې ښځې د جنسیت د جلاوالي له امله مرستو ته لاسرسی نه شي موندلی.

ګارډین همداراز پر نړۍ غږ کړی چې د افغانستان د راتلونکي په اړه په بحثونو کې ښځو ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی او واک ته له رسېدو راهیسې یې په کورنیو ادارو کې د دوى کار محدود کړی دی.

 طالبانو پر افغانستان د بيا واک ته د رسېدو راهيسې ، د ښځو د حقونو او ازادیو په اړه شاوخوا ۷۰ فرمانونه صادر کړي، چې د کارپوهانو په وینا په هېواد کې یې پر بشري فعالیتونو مستقیمه اغېزه کړې ده.