نړۍ

بارک اوباما له امریکایانو وغوښتل چې کاملا هرېس ته رایه ورکړي

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د نومبر په پنځمه د ولسمشريزو په ټاکنو کې د کاملا هرېس ملاتړ وکړ.

هغه پرون شپه( زمري٣٠) د متحده ایالاتو له اتباعو څخه وغوښتل چې د ډیموکراتانو ملي راټولېدنې کې د ډونلډ ټرمپ پروړاندې د ولسمشرۍ په سیالۍ کې د کاملا هرېس ملاتړ وکړي.

ښاغلي اوباما د دغه راټولېدنې: په دویمه ورځ وویل: «موږ نور څلور کاله ګډوډۍ ته اړتیا نه لرو. موږ دا سناریو دمخه لیدلې او موږ ټول پوهیږو چې پایله معمولا خراب وي.»

هغه زیاته کړه چې امریکا د یوه نوي فصل او ښې کیسې لپاره چمتو ده. هغه وويل: «موږ د کاملا هرېس ولسمشرۍ لپاره چمتو يو.»

د بارک اوباما مېرمن مېشل اوباما په دغه غونډه کې په ۲۰۰۸ کال کې د اوباما لومړنۍ ولسمشريزو ټاکنو کمپاین ته په اشارې سره وویل: « د امریکا، هیله د بېرته راګرځېدو په حال کې ده.»

آغلي اوباما خبرداری ورکړ چې ډونلډ ټرمپ به هڅه وکړي چې د هرېس په اړه حقیقت تحریف کړي، لکه څنګه چې هغه په ​​​​خپل واک کې هر څه وکړل چې خلک زموږ څخه وېره ولري.

ښاغلي اوباما همدا راز د امریکا  د«موږ له جو سره مینه لرو» په شعارونو سره د اوسني ولسمشر جوبايډن ستاينه وکړه او ويې  ویل: «تاریخ به جو بایډن د داسې ولسمشر په توګه په یاد ولري چې د لوی خطر په یوه شېبه کې یې د ډیموکراسۍ دفاع وکړه. زه وياړم چې هغه د خپل ولسمشر په توګه لرم. زه حتی ویاړم چې هغه خپل ملګری بولم.»

ټاکل شوې د امریکا متحده ایالات په راتلونکو درېیو میاشتو کې (نومبر ۵) د ولسمشريزې ټاکنې ترسره کړي.

دوه مخکښ نوماندان، د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د جمهوري غوښتونکو نوماند، او همدا راز د اوسني ولسمشر مرستیاله کاملا هرېس او دیموکراتانو نومانده، د یو بل پر وړاندې سیالي کوي.