افغانستان

په پکتيا کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ١٣ تنه ټپيان شول

په پکتيا ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ١٣ تنه ټپيان شوي دي.

سرچينو آمو ته د یو پيغام په استولو سره ویلي چې دا پېښه د دوو تېز رفتاره موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د پکتيا- لوګر پر لويه لاره د کوتل تيره په سيمه کې رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د آمو د راټولو شویو شمېرو پر بنسټ، په تېره یوه میاشت کې (د چنګاښ  ١٢-زمري٢٩پورې) د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په بېلابېلو ترافیکي پېښو کې د دغو ۴ کسانو په ګډون لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دا شمېرې په دې پیښو کې د تلفاتو په مخينه کې زیاتوالی ښیي.

په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسٶولينو تر دې وړاندې هم ويلي، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او  د موټرونو د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.