فرهنګ او هنر

طالبانو په پروان کې د موسیقۍ سلګونه وسایل له منځه وړي

طالبان وايي، په تېر یوه کال کې یې په دغه ولایت کې د موسیقۍ سلګونه وسایل سوځولي دي.

په پروان کې د طالبانو د امربالمعروف رياست ادعا کړې چې د موسیقۍ له وسایلو څخه د «وادونو په مراسمو کې د نڅا » لپاره کار اخیستل کېده.

دې رياست زياته کړه، چې د موسيقۍ د آلاتو له راټولولو وروسته يې د ګل غونډۍ په څنډو کې اور ورته کړى دى.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې ملګرو ملتونو د طالبانو تر واک لانړې افغانستان کې د امربالمعروف وزارت په افغانستان کې د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړونکي په توګه ياد کړى دی.

د راپور پر بنسټ، د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د دغې ادارې د غړیو چلند او اجرات په کابل کې د طالب چارواکو له امرونو او فرمانونو سره توپیر لری.

په همدې حال کې د ګالوپ موسسې تېر کال د طالبانو د تر واک لاندې افغانستان کې د افغانانو د ژوند د وضعیت په اړه راپور کې اعلان کړى و چې ۹۸ سلنه افغانان خپل ژوند په«خراب او غمجن» ډول تجربه کوي او له «رنځ او مصبت» پرته يې بل څه نه بولي.