افغانستان

طالبان د سختو محدودیتونو په ترڅ کې د ۹۰ سلنه رسنیو د خپرونو د اصلاح خبره کوي

په داسې حال کې چې طالبانو په هېواد کې د رسنیو پر فعالیتونو سخت بندیزونه لګولي دي، د طالبانو د امربالمعروف وزارت ادعا کوي چې د هېواد د انځوريزو، غږیزو او چاپي رسنیو ۹۰ سلنه نشرات یې « اصلاح» کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز د راپور پر بنسټ، طالبانو په سیستماتیک ډول په ۱۳ طرزالعملونو سره په افغانستان کې د رسنیو آزادي او معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی دی.

دغه وزارت  همداراز وايي چې په تېر کال کې یې ۳۰ زره «غیر اخلاقي فلمونه» هم له منځه وړي دي. خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت په دې اړه جزیات نه دي ورکړي.

ياد وزارت د دغه اقداماتو موخه «د ټولنې اصلاح کول»بللي دي.

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د طالبانو د امربالمعروف وزارت رسنیو ته په يوه لیک کې له هغوى وغوښتل چې د دغه وزارت له حکم سره سم په رسنیو کې د ښځو ګډون عيار کړي.

د طالبانو دغه وزارت رسنیو ته امر کړی چې ښځې دې د ښځينه خبریالانو په ګډون په تلویزیونونو کې د راڅرګندېدو پر مهال ماسک واغوندي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان  کې د امربالمعروف وزارت د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړونکى بللی دی.

دغه سازمان وايي، په ولایتونو کې د طالبانو د اړوندو کسانو چلند او کړنې په کابل کې د دوی د چارواکو له فرمانونو، حکمونو او ادعاوو سره توپیر لري.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د طالبانو د واکمنۍ په درېیم کال کې د رسنیو د ازادۍ او خبریالانو د ګواښونو او نیول کېدو په ګډون ۱۸۱ پېښې ثبت شوې دي.