افغانستان

فیلیپین به په امريكا کې د لنډمهاله استوګنې لپاره د محدود شمېر افغان ویزه غوښتونکو کوربه وي

د مانیل او واشنګټن د ګډې خبرپاڼې له مخې لږ شمېر افغان اتباع به په موقت ډول په فیلیپین کې مېشت شي، څو په متحده ایالاتو کې د بیا مېشتېدنې لپاره د دوی پر غوښتنې بیاکتنه وکړي.

د وخت او د هغو کسانو د شمیر په اړه کره جزئیاتو چې په برنامه کې به برخه واخلي لا هم خبرې روانې دي. دواړو حکومتونو ټینګار کړی چې دغه طرحه یوازې د ویزې غوښتونکي «محدود شمېر» پوښي.

د يادونې وړ ده، چې دا طرحه د لومړي ځل لپاره په ٢٠٢٣کال کې مطرح شوه.

په متحده ایالاتو کې د فیلیپین سفیر حوزه مانوٸل رومولډز مخکې اعلان وکړ چې شاوخوا ۵۰زره افغان وګړو په ګډون د هغو کورنیو چې د متحده ایالاتو په ملاتړ له پخواني حکومت سره يې کار کاوه اوس مهال د ویزو په لټه کې دي.

په مانیل کې د امریکا د سفارت د ویاند په وینا، د دغه تړون له مخې به غوښتونکي د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانانو د بیا مېشتیدنې د هڅو د همغږي کوونکي تر ادارې لاندې په یوه مرکز کې اوسېږي.

په همدې حال کې د فیلیپین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې هر غوښتونکی باید لومړی د فیلیپین ویزه ترلاسه کړي او بیا په افغانستان کې طبي معاینات وکړي.

افغان اتباعو ته به تر ۵۹ ورځو پورې په فیلیپین کې د پاتې کېدو او د امریکا په سفارت کې د کونسلي مرکو پرته به د دوی ته د استوګنې محدوده اجازه ورکړل شي.

د امریکا حکومت ژمنه کړې چې په فیلیپین کې د دوی د اوسېدو پر مهال به د خوراک، کور، امنیت، طبي پاملرنې او ترانسپورت په ګډون ټول اړین خدمات برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکا او متحدینو د ځواکونو له وتلو وروسته لسګونو زرو افغانانو بې نظمه ایستل، ددې لامل شو، چې ډېری هغه کسان د کډوالۍ د ځانګړي پروګرام له مخې چې د لوېدیځ له ملاتړه برخمن حکومت سره يې کار کړى و، په امريكا کې د بيا مېشتېدنې  په لټه کې شي.

پداسې حال کې چې ځینې یې متحده ایالاتو ته په ننوتلو بریالي شوي؛ خو ډیری نور لاهم انتظار باسي چې د دوی قضیې په دریم هیوادونو کې پرمخ لاړې  شي.