د روسیې حکومت د لوېدیځو هیوادونو هغه اتباعو ته پخپل هېواد کې د موقتي استوګنې اجازه ورکوي چې د خپل حکومت د پالیسیو سره مخالفت کوي.
ګلوبل آی نیوز راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه فرمان لاسلیک کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه چې لوېدیځ یې ملاتړ کوي، نوي پړاو ته داخله شوې او اوکرایني ځواکونو د روسیې پر خاوره بریدونه پیل کړي دي.
په عین حال کې، د ګلوبل آی نیوز په وینا، ولادیمیر زیلینسکي په دې وروستیو کې وویل: «په جګړه کې هیڅ ځنډ نشته. موږ مرستو کڅوړو ته اړتیا لرو. زه په ځانګړې توګه متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې ته باندې غږ کوم.»
د يادونې وړ ده، چې اوکرایني ځواکونو په تېرو دوو اونیو کې د روسیې دننه د کورسک په سیمه کې څو بریدونه کړي دي.
د اسوشیېټډ پرېس په وینا، اوکرایني ځواکونو په سیمه کې یو پل هم ویجاړ کړی، چې روسي ويبلاګ ليکونکو په وينا د جګړې په ډګر کې روسي ځواکونو ته د پوځي او لوژیستیکي اکمالاتو د رسېدو مخه نیسي.