افغانستان

د دراني څرګندونو ته د طالبانو غبرګون: هغه ګواښونه چې درانى يې افغانستان ته نسبت ورکوي؛ په حقیقت کې له پاکستانه لیدل کېږي

Afghanistan’s Foreign Ministry

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي آصف دراني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې هغه ستونزې او احتمالي ګواښونه چې افغانستان ته یې منسوبوي په حقیقت کې له پاکستان څخه لیدل کیږي.

د پاکستان ځانګړي استازي د تېره ورځ د بهرنیو چارو په وزارت کې په یوه غونډه کې د وينا پرمهال وویل چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لخوا د سپټمبر د یوولسمې په څېر یو بل برید هم پېښېداى شي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د دوی څرګندونې د «عامه افکارو د مغشوشولو» یوه هڅه بللې.

آصف دراني په ياده ناسته کې زیاته کړې، چې افغانستان اوس مهال د نړيوالو لوبغاړو له نظره پرېوتى دى. هغه د دغه موضوع لامل د اوکراین او غزې جګړې وبللې چې اوس يې د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.

ضیا احمد تکل د دراني خبرو ته په غبرګون کې ويلي: « چې طالبانو اوس  داعش په بشپړه توګه ځپلي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د امنیت د څار بنسټ په تېرو درېیو کلونو کې د داعش خراسان ډلې د بریدونو په اړه په یوه راپور کې ویلي چې دې ډلې تېر کال په ټول افغانستان کې ۶۲ بریدونه کړي دي.

د راپور له مخې په بریدونو کې لږ تر لږه ۸۵۷ کسان وژل شوي او ۱زرو۵۷۵ نور ټپیان شوي دي.

په وروستۍ قضیه کې، د اسلامي دولت ډلې د زمري په ۲۱ د کابل په لوېدیځ کې د یوې چاودنې مسٶولیت په غاړه واخیست چې له ۱۰ ډېرو کسانو ته پکې مرګ-ژوبله واوښتله.

دغې ډلې په خپل ټیلیګرام پاڼه کې ادعا کړې چې په برید کې یې ۱۳ تنه هزاره وګړي وژلي او ټپیان کړي دي.

خپلواکو سرچینو آمو ته تایید کړې، چې په برید کې یو ۷۰ کلن سړی وژل شوی او د څلورو ښځو او یو ۱۳ کلن ماشوم په ګډون ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو چې لږ شمېر شمېرو پخلی  يېرکړی ویلي چې په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.

د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د ښاغلي دراني څرګندونو ته په غبرګون کې يو ځل بيا ټینګار کړی چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي مسٸله ده او په دغه هېواد کې دننه حل ته اړتیا لري.