په هلمند کې يوه اووه کسيزه کورنۍ وايي چې شپږ مياشتې وړاندې د پاکستاني پوليسو له خوا افغانستان ته وشړل شوه، خو په وينا یې پاکستاني پوليسو د دوی سرپرست نيولى او اوس هم د پاکستان په زندان کې دى.
د دغې کورنۍ غړي وايي، شل کاله یې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ژوند وکړ او افغانستان ته له شړل کېدو سره یې ټول شته له لاسه ورکړل.
هلمند ته يو شمېر نور راستانه شوي کډوال هم وايي چې په بد وضعيت کې دي او د خپلو ورځنيو لګښتونو د پوره کولو توان هم نه لري. دغه کورنۍ د لښکرګاه ښار په درېمه ناحیه کې اوسي. د لښکرګاه ښار په یوه څنډه کې یوه ۷ کسیزه کورنۍ چې بې له سرپرسته داسې ژوند تېروي.
جمعه ګل د خپلې مور په خېټه کې وو چې پاکستاني پولیسو د هغه کورنۍ له کراچۍ وشړله. د جمعه ګل مور وايي مېړه یې نورګل له کوم تور پرته په پاکستان کې زنداني شوی او اوس هم په زندان کې دی.
مينه، د نورګل لور وايي، پلار يې هېڅ جرم نه دی کړی او بايد خوشې شي.
مینه وایي: «موږ شل کاله په پاکستان کې ژوند وکړو، پلار مې له شپږ میاشتو راهیسې په پاکستان کې بندي دی، چا مرسته نه ده کړې، موږ د دې کور ۱۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکوو.»
عزت الله هم ورته کیسه لري. د پاکستاني پولیسو له خوا د بد چلند او سپکاوي خبره کوي او وايي چې دی او د کورنۍ نهه تنه یې لومړی نیول شوي وو او بیا را وشړل شول.
هغه آمو ته وویل:«د پیسو خبره ده. که پیسې ولرئ، نه زنداني نکیږئ او که پیسې ور نه کړئ، زنداني کېږئ. خلک بندیان دي، او کله چې پیسې ورکړي، خوشې کوي.»
د دغه ځای اوسېدونکي چې ډېری یې له پاکستانه راستانه شوي، وايي د یاد هېواد پولیسو ورسره ناوړه چلند کاوه او په تش لاس یې کډوال د افغانستان پولو ته را لېږدول.
عبدالرحیم وایي: «موږ دلته راغلي يو، د خوړلو لپاره څه نه لرو، چوک ته ځو، که کار وي، د ورځې په سلو يا ١٥٠ افغانيو کار کوو. پاکستاني پوليس له موږ سره ناوړه چلند کوي، موږ شکنجه کوي او پيسې مو اخلي.»
په وروستیو میاشتو کې په زرګونه کورنۍ له پاکستانه را ایستل شوي او د لنډ مهال لپاره بې کوره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي. د دغو شړل شویو یا راستنېدونکو کورنیو ډېری یې په زابل، هلمند، کندهار، بلخ، ننګرهار او هرات ولایتونو کې له ستونزو ډک ژوند تېروي.