افغانستان

د محمود حبیبي ورور وایی دوه کاله کیږي د هغه د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نلري

د طالبانو په زندان کې د یوه اففان‌الاصله امریکايي بندي محمود شاه حبیبي ورور وايي، دوه کاله کېږي، چې هره دروازه ټکوي، خو د ورور د برخلیک په اړه یې هېڅ خبر نشته.

احمدشاه حبیبي له آمو سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې کورنۍ یې د محمود شاه حبیبي د خلاصون او برخلیک په اړه د امریکا له یو شمېر لوړپوړو چارواکو، د بشري حقونو د سازمانونو او د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته کړي، خو ټول بې پایلې ول او لا تر اوسه د هغه د برخلیک په اړه خبر نه لري.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په تېر حکومت کې د هوايي چلند د ادارې د پخواني مشر محمود شاه حبیبي نیول کېدل تایید یا رد کړي نه دي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې اعلان کړی وو، چې محمود شاه حبیبي د طالبانو په بند کې له درېیو امریکايي بندیانو دی.

د نوموړي ورور احمدشاه حبيبي له آمو سره په مرکه کې وويل، چې له دوو کلونو راهيسې د خپل ورور له حالت او برخليک خبر نه لري او نه يې هم له دوی سره کومه اړيکه ټینګه کړې ده. محمودشاه حبیبی په تېر حکومت کې د ۱۳۹۶ کال د جوزا میاشتې له لسمې د  ۱۳۹۷ کال د کب میاشتې څلورم تاریخ، د ملکي هوايي چلند د ادارې مشر په توګه یي دنده ترسره کړې ده.

سرچینې وایی هغه د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۸مه د کابل په شیرپور کې د القاعدې شبکې د پخواني مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو په تړاو ونیول شو.

د محمود شاه حبیبي د ورور احمدشاه حبیبي په وینا، طالبانو په پیل کې منلې وه چې ورور یې له دوی سره دی، خو اوس انکار کوي. د ښاغلي حبیبي ورور زیاتوي، په دې دوو کلونو کې یې د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو، د بشري حقونو له یو شمېر سازمانونو او د امریکا له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره د خپل ورور د وضعیت په اړه لیده کاته کړي، خو کومه پایله یې نه ده ورکړې.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول پر محمود شاه حبیبي د تور او نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي او د ښاغلي حبیبي ورور هم ټینګار کوي چې طالبان وضاحت نه ورکوي چې د دوی ورور یې ولې نیولی دی.

خو احمدشاه حبیبي ټینګار کوي چې ښاغلي حبیبي چې د تېر حکومت له نسکورېدو سره هم مهاله یې د ټکنالوژۍ شرکت جوړ کړی وو، د دغه شرکت یو شمېر کارکوونکي هم د طالبانو له خوا نیول شوي وو چې د یو شمېر نیول شويو کارکوونکو په وینا یې طالبانو له دوی د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه پوښتنې ګروېږې کړې دي.

امریکا د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۲۸مه اعلان وکړ چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري یې د کابل په شیرپور کې په یوه هوايي برید کې وژلی دی. ځینې ​​باخبره سرچینې وايي، چې طالبانو ښاغلی حبیبي د القاعده شبکې د مشر د ځای ځایګي په موندلو کې له

امریکایانو سره په همکارۍ تورن کړی دی. که څه هم د ښاغلي حبیبي ورور وايي چې ورور یې په دې پېښه کې لاس نه لري.
د محمود شاه حبیبي ترڅنګ دوه نور امریکايي وګړي رایان کوربټ او جورج ګلزمن هم د طالبانو په بند کې دي.