افغانستان

برېټانيا تېر کال د افغانستان له دوو ميليونو زياتو خلکو سره مرسته کړې

په افغانستان کې د برېټانيا سفارت د بشرپالنې نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي، چې تېر کال يې د افغانستان له ٢ ميليونه ۷۰۰زره خلکو سره مرسته کړې ده.

دغه سفارت نن (دوشنبه، زمري٢٩مه) پر اېکس لیکلي: «د بشردوستانه نړیوالې ورځې په مناسبت، موږ له خپلو همکارانو سره د ستونزمن بشري وضعیت د ښه کولو لپاره چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي،کار ته دوام ورکوو.»

بريتانيا همداراز وايي، تېر کال يې په افغانستان کې ۱،۳ ميليونه ښځو ته بشري مرستې رسولې دي.

دا په داسې حال ده، چې د برېټانيا حکومت په دې وروستیو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو او پراختیا وزارت له لارې له افغانستان سره ۴۰ میلیونه پونډه مرسته کړې ده.