افغانستان

 ایران د دوو افغانانو په ګډون پنځه کسان اعدام کړل

د بشري حقونو سازمان هه نګاو راپور ورکړی چې د ایران حکومت د دوو افغانانو په ګډون پنځه کسان اعدام کړي دي.

د ایران د بشري حقونو دغه سازمان وايي، دغه پنځه بندیان مخکې له دې د دغه هېواد د قضايي سیسټم له خوا د نشه‎يي توکو د جرمونو او قتل په تور په اعدام محکوم شوي وو.

دغه اعدامونه  نن (د دوشنبه، د زمري ۲۹مه) د ایران د یزد په مرکزي زندان کې ترسره شول.

په بندیانو کې درې یې بلوڅان او دوه نور یې افغانان دي.

د راپور له مخې، په اعدام شویو کې دوه یې ۳۳ کلن عبدالروف شاه بخش (دههمراده) او ۳۴ کلن عبدالرحمن دامني (ګرګېچ) دواړه د زاهدان اوسېدونکي وو.

راپور وايي، « په دې دوو افغانانو کې چې یو یې د قتل په تور په اعدام محکوم شوی و، اعدام شو. د درېیو بندیانو د هویت او همدارنګه د یوه بل افغان زنداني د تورونو په اړه څېړنې روانې دي.»

په دې وروستیو اونیو کې د افغان اتباعو په ګډون د ایران د حکومت له خوا د اعدامونو شمېر زیاتوالى موندلى دی.

یوه اونۍ وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی و، چې ایران د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې ۲۰ تنه افغانان په «بېلابېلو تورونو» اعدام کړي دي.