د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، ۲۰۲۳ کال د ملګرو ملتونو د مرستندویه کارکوونکو لپاره تر ټولو مرګونى کال و، چې په ټوله نړۍ کې ۳۳ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو د بشر پالنې نړیوالې ورځې په اړه په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال تر اګست میاشتې پورې په ټوله نړۍ کې ۱۷۲ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي، چې ډېری یې په غزه کې دي.
د راپور له مخې، سوډان، سويلي سوډان او یمن هغه هېوادونه دي چې په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه کارکوونکو پکې تر ټولو ډېر وژل شوي دي.
اوچا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مخالفو خواوو لخوا د مرستندویه کارمندانو د وژلو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راتواته ويلي، په هېواد کې د بشرپاله هڅو د بریالیتوب لپاره د ښځو بشپړ ګډون اړین دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی او واک ته له رسېدو راهیسې یې په کورنیو ادارو کې د دوى کار محدود کړی دی.
طالبانو واک ته له رسېدو راهيسې، د ښځو د حقونو او ازادیو په اړه شاوخوا ۷۰ فرمانونه صادر کړي، چې د کارپوهانو په وینا په هېواد کې یې پر بشردوستانه فعالیتونو مستقیمه اغېزه کړې ده.