د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان سیروس امان اللهي اعلان وکړ چې د روان کال تر پایه به د ایران په ختیځ کې له افغانستان سره پر پوله د ۳۳۰ کیلومترو په اوږدوالي د اغرن سيم لګولو کار بشپړ شي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د ځمکنیو ځواکونو قومندان ویلي: د پولو د بندولو پروژه د ایران د امنیت د تامینولو په موخه ترسره کېږي.
ده همداراز زیاته کړه چې دا پروژه د طالب چارواکو سره په همغږي ترسره کیږي.
ښاغلي امان اللهي زیاته کړه: ” تمه کېوي چې د رضوي خراسان، جنوبي خراسان او د سیستان او بلوچستان ولایتونو د پولو د اغزن تار لګول به په دریو کلونو کې بشپړ شي.”
د يادونې وړ ده، چې د ايران د وسله والو ځواکونو له خوا د پولې د پياوړتيا د پروژې لپاره چې د ١٤٠٣ کال د ثور په مياشت کې پيل شوې، درې ميليارده ډالره ځانګړي شوي دي.
ایراني چارواکو ویلي چې د پولو تړل د کډوالو د غیر قانوني ننوتلو او همدارنګه د ترهګرو او د نشه يي توکو د قاچاقبرانو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره دي.