پاکستاني رسنیو د حکومتي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان د جولای له ۲۱مې د اګست تر ۱۷مې پورې ۳۲زره۲۰۰ افغان کډوال اېستلي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي، دغه کډوال ۷۳۲ کورنۍ دي، چې په ۶۷۴ موټرو کې له افغانستان سره پولې ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د ټاکنیزو کمپاینونو او د افغان کډوالو د جبري اېستلو له پیل راهیسې ۶۹۱زره۸۵۳ افغانان له پاکستانه اېستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان ته د ډېرو راستانه شویو کډوالو وضعیت نازک دی. ډیری راستنیدونکي، چې د سرپناه او د کار د فرصتونو له نشتوالي سره مخ دي، په کابل کې په نیمګړو ودانیو کې يې پناه اخیستې ده.
د يادولو وړ ړه، چې په پاکستان او ایران کې افغان کډوال د نيولو او شړلو په ګډون له جدي ننګونو سره مخ دي.
په همدې حال کې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له لوري له ناوړه چلند او همدارنګه د توقیف او له جبري ستنولو شکایت کوي.