په یوه ورځ کې څه باندې ۱۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس راپور ورکړی چې پرون( یکشنبه، زمري٢٨مه) ۱۵۵ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه په « جبري توګه او په خپله خوښه» ویستل شوې دي.
په راپور کې راغلي چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.
د طالبانو تر واک لانړې د دغه آژانس زياتوي، چې ۴۵ کورنۍ د تورخم او ۱۲ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راغلي دي.
په همدې حال کې ۵۴ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم او ۴۴ نورې کورنۍ د هرات له اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکي وايي، د دغه هېواد حکومت یوازې په تېرو څلورو میاشتو کې ۵۶زره۳۵۶ افغان کډوال د افغانستان له نیمروز ولایت سره د پولې له لارې ایستلي دي.
ایراني رسنیو ویلي چې دغه کډوال د روان کال د مارچ له ۲۱مې د جولای تر ۲۱مې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د يادولو وړ ده، چې په پاکستان او ایران کې افغان کډوال د توقیف او شړلو په ګډون له جدي ننګونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، پاکستان د تېر کال په اکټوبر میاشت کې له خپلې خاورې د بې اسنادو بهرنیو اتباعو د شړلو له پلان وروسته تر ۶۰۰ زرو ډېر افغان کډوال اېستلي دي.
تر دې مخکې هم په ایران کې افغان کډوالو د ایران د حکومت او خلکو له خوا له کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه اندېښنه ښودلې وه.