د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه سیمه ییز سفر د اسرائيلو پلازمېنه تل آويو ته ورسېد.
رویټرز راپور ورکړی چې د بلینکن د سفر موخه په غزه کې اوربند او پر خواو فشار اچول دي، څو یوې هوکړې ته ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس د دوشنبې په ورځ په غزه کې د اوربند لپاره د متحده ایالاتو نوی وړاندیز رد کړ، متحده ایالات یې د اسراییلو او بنیامین نتنیاهو سره په ملګرتیا تورن کړل چې « د منځګړیتوب هڅې بې اغیزې کوي او د اوربند شرایط بدلوي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د دې سفر په ترڅ کې د بنیامین نتنیاهو په ګډون له لوړ پوړو اسراییلي مشرانو سره هم وګوري.
دغه اژانس وايي ښاغلی بلنکن به تر اسرائیلو وروسته مصر ته هم سفر وکړي.
د بایډن د ادارې یوه جګپوړي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، خبریالانو ته ويلي چې د اوربند هوکړې ته د رسېدو او په غزه کې د یرغمل شویو کسانو چې په غزه کې ساتل کېږي، د بېرته راستنېدو په اړه خبرې اوس په یوه «مهم او حساس پړاو» کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې منځګړي لکه قطر، متحده ایالات او مصر د حماس او اسراییلو ترمنځ د میاشتو خبرو اترو په اوږدو کې د اختلافاتو په کمولو او يوې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې پاتې راغلې او په غزه کې تاوتریخوالی هماغسې دوام لري.
د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، د یکشنبې په ورځ د غزې په مرکزي ښار دیر البلاح کې پر یوه کور د اسرائیلو په هوايي برید کې د شپږو ماشومانو او د هغوی د مور په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.