ایراني چارواکي وايي، حکومت يې یوازې په تېرو څلورو میاشتو کې ۵۶زره۳۵۶ افغان کډوال د افغانستان له نیمروز ولایت سره د پولې له لارې ایستلي دي.
ایراني رسنیو ویلي چې دغه کډوال د روان کال د مارچ له ۲۱مې د جولای تر ۲۱مې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ایراني چارواکو له خوا يوازې د نیمروز له پولې د اېستل شویو کډوالو شمېر د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه ډېر شوی دی.
د يادولو وړ ده، چې تېر کال د ایران د خراسان رضوي ښار د سرحدي ځواکونو قوماندان د دغه هېواد د تایباد پولې له لارې د ۷زره۵۶۳ افغان کډوالو د اېستلو خبر ورکړ.
په همدې حال کې، په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو په وړاندې د ایران د حکومت چلند د پام وړ بدل شوی دی. په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ او له اقتصادي ننګونو سره هم مهاله د هېواد ګڼو وګړو په ایران کې د پناه غوښتنه لپاره دغه هېواد ته تللي ده.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون تر دې مخکې اټکل کړی و، چې په ایران کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان کډوال د حکومت د پالیسیو او په ایراني ټولنه کې د شته مفکورو له امله اړینو خدمتونو ته د محدود لاسرسي لکه روغتیا او ښوونې او روزنې په شمول له ډیرو خنډونو سره مخ دي.
په ورته وخت کې په ایران کې افغان کډوال د توقیف او اېستلو په ګډون له جدي ننګونو سره مخ دي.
په همدې حال کې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت مخکې ویلي وو چې هره ورځ په اوسط ډول له ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پورې افغان کډوال له ایران څخه په « جبري ډول او په خپله خوښه» ستنېږي.