نړۍ

 د روسیې ولسمشر اذربایجان ته ولاړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه رسمي سفر د اذربایجان پلازمېنې باکو ته ورسېد.

دا په روسیه کې د ولسمشر په توګه د واک اخیستو راهیسې اذربایجان ته د ښاغلي پوتین اتم رسمي سفر دی.

تأس راپور ورکړی چې تمه کېږي چې پوتين او د آذربایجان د ولسمشر الهام علی اوف ترمنځ په خبرو کې اوسني وضعیت او د دوه اړخېزو اړیکو د لا پراختیا او په نړیواله او سیمه ایزه اجنډا کې د بیړنیو مسلو په اړه تمرکز وي.

اذربایجان ته د ولادیمیر پوتین وروستی سفر د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کې و.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د روسیې د ملي امنیت شورا مشر سرګي شویګو ایران ته له سفر وروسته اذربایجان ته ولاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره یې وکتل او له الهام علی اوف سره یې هم وکتل.

د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره د روسي چارواکو دغه سفرونه او ناستې په داسې حال کې کېږي چې اوکراین له دوو اونیو راهیسې د روسیې په خاوره کې خپل تهاجمي بریدونه پیل کړي دي.

تر دې مخکې د اوکراین د پوځ لوی درستیز د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته په یوه راپور کې ویلي وو چې اوس د روسیې په کرسک سیمه کې د اوکراین او روسیې د ځواکونو ترمنځ د جګړې کرښې روانې دي.