افغانستان

 د آصف دراني خبرداری: ښايي د افغانستان په منشاء د سپټمبر ١١ یو بل برید هم وشي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني خبرداری ورکړی چې ښايي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د افغانستان په منشاء د سپټمبر د یوولسمې یو بل برید هم وشي.

اېکسپرېس ټریبیون د ښاغلي دراني په حواله لیکلي، چې پاکستان د اوکراین او غزې جګړو وروسته د نړیوالو له نظره د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د اېستلو په اړه اندېښمن دی.

دراني وویل، «افغانستان تقریبا هېر شوی دی. په دې کې هیڅ شک نشته او په حقیقت کې د جون په میاشت کې د دوحې په دریمه سرمشریزه کې ټینګار پرې وشو. بشردوستانه مرستې د پام وړ اندازه نه دي. آن تېر کال هم یوازې یو پر دریمه برخه ژمنې پوره شوې دي.

هغه زیاته کړه چې په اوکراین او غزې کې له جګړو وروسته د نړیوالو لوبغاړو لومړیتوبونه بدل شوي دي.«افغانستان نور په ورځپاڼو کې نشته. آن د افغانستان په داخلي پاڼو کې غايب دى.»

ښاغلي دراني چې د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې يې په یوه غونډه کې وينا کوله، خبرداری ورکړ: «زه فکر کوم چې دا وضعیت کولی شي افغانستان د سپټمبر د یوولسمې څخه مخکې حالت ته راوګرځوي او د سپټمبر يوه بله یوولسمه رامنځته کړي.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې د افغانستان اوسني ۹۷ ​​سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي چې ۵۲ سلنه یې په نړیوالو بشري مرستو ته اړمن دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي وويل: «که په افغانستان کې اقتصادي وضعيت خراب شي، زما په آند زموږ اندېښنه بايد دا وي چې افغانان له هېواده وځي او تر ټولو ښه ټاکنه يې پاکستان دى.دا هغه څه دي چې موږ اړتیا لرو پر وړاندې يې حساس واوسو او نړیواله ټولنه باید خپل مسؤلیتونه وپیژني.»

هغه همداشان خبرداری ورکړ چې په د داعش خراسان په ګډون د مختلفو ترهګرو ډلو شتون د سیمې او له سیمې نه بهر یوه ستره ننګونه ده. هغه همداراز زياته کړه:« زمونږ اندېښنه داده چې چې په افغانستان کې داعش د پرمختګ په حال کې دي او بايد د د ټولې سيمې لپاره په ایران او ماسکو او همداشان په پاکستان کې د هغوی د بریدونو له امله د اندېښنې سرچينه واوسي. که څه دلته پېښېداى شي، په بل ځاى کې(هم) پېښېداى شي.»

ښاغلي دراني د پاکستاني طالبانو سره د معاملې لپاره د پاکستان د اختیارونو په اړه وویل، چې د دغه هېواد ډیپلوماسۍ کار کوي او هغه باوري دی چې پاکستان به سربېره پردې چې افغان طالبان د دې ډلې د پټنځایونو پروړاندې عمل کولو ته زړه نه ښه کوي دوى به د ټي ټي پي مسٸله حل کړي.