افغانستان

یعقوب مجاهد: د هبت‌الله په اطاعت کې د «غسل په تخته د مړو» په څېر واوسي

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست له زړې بريتانيا د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کليزې د نمانځنې په مراسمو کې له طالبانو غوښتي چې د هبت الله په اطاعت کې د «غسل په تخته د مړو» په څېر واوسي او خپل ژوند د نوموړي په واک کې ورکړي.

په دې مراسمو کې چې د طالبانو لوړ پوړو سیاسي او امنیتي چارواکو په کې ګډون کړی وو، محمد یعقوب مجاهد رژیم ته پر وفادارۍ ټینګار وکړ.

خو د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون په خپله یوټیوب پاڼه کې د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني خبرې نه دي نشر کړې.

له بلې خوا د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست له امریکا او نړیوالې ټولنې سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو لوړ پوړي چارواکي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کلیزې د نمانځلو لپاره دلته په کابل کې سره راټول شوي دي. خو پرته له دې چې د افغانستان د پخواني شاه امان الله خان نوم واخلي.

خو د ټولو ویناوالو ټینګار د خپل منځي اختلافاتو په هوارولو دی. لکه څنګه چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د پوهنې په ګډون ټولې ستونزې د حل وړ دي. نوموړي زیاته کړه چې اختلافات باید له منځه یوړل شي.

امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، وویل: «دوه شیان نه اصلاح کیږي، او چا ته وخت نه ورکوي، دوه شیان دي، لومړی د خپلمنځي اختلافاتو هوارول او له بهر سره د ټکر مخه نیول اړین دي، وروڼو که غواړئ چې خپلواکي وساتو او هیواد په پښو ودروو او خپل ارمانونه پوره کړو. موږ باید د دې دوو سره احتیاط وکړو.»

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست هم ظاهراً د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو په اړه اندېښمن دي.

محمد یعقوب مجاهد وایي: «د دې نظام داسې اطاعت وکړئ، په ځانګړې توګه د اميرالمؤمنين او د نورو مشرانو داسې اطاعت وکړئ، لکه یو مړی چې د غسل پر تخته پروت وي او د غسل په حالت کې وي، نو خپل ژوند داسې د هغې په واک کې وکړئ.»

دغه طالب چارواکی داعش او طالب مخالفینو ته هم خبرداری لری.

محمد یعقوب مجاهد وویل: «موږ په هېڅ قیمت تاسو ته اجازه نه درکوو چې افغانستان ناامنه کړئ، موږ بیا په افغانستان کې د جګړې اجازه نه ورکوو. تاسو دا درک کړئ او له خپلو کړنو لاس واخلئ. که باغوان هم وي، واورئ، موږ په هېڅ قیمت په زور نه تسلیمیږو.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په دې مراسمو کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هم وینا وکړه، خو د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون په خپل یوټیوب پاڼه د نوموړي د وینا له خپرولو ډډه کړې ده.

په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو له خوا د اطاعت او له اختلافاتو د ډډې کولو خبرې زیاتې اوریدل کیږي.

د طالبانو مشر د روان کال په غویي میاشت کې په کندهار کې د طالبانو د ۶۰۰ لوړپوړو سیاسي او پوځي چارواکو په ګډون د طالبانو په اصلاحي غونډه کې د دغې ډلې تر منځ د اختلافاتو او بې باورۍ خبرداری ورکړی او خپلو کسانو ته یې امر وکړ چې د هغه په ​​​​وړاندې د “بې روحه جسد” په څير اوسي.